تر سلو ډیرو اروپايي قانون جوړونکو د سعودي د بشري حقونو له ښځینه فعالانو سره کیدونکی ظلم او تیری غندلی دی. د دوی په وینا له بند څخه تر آزاديدو وروسته هم دغه فعالانې له بندیزونو سره مخامخې وي.
خو د اروپایي پارلمان غړو د دې خبرې په سختو ټکو غندنه کړې ده چې دغه میرمنې له بند څخه تر خلاصیدو وروسته هم له سختو بندیزونو سره مخامخ دي او دوی اوس هم له خپلو بنسټیزو حقونو څخه محرومې دي.
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
سعودي عربستان په وروستیو وختونو کې ښځو ته د موټر چلولو حق ورکړ او هغوی ته یې د حقونو د ورکولو پر لور نور ګامونه واخيستل. خو په دې برخه کې پرمختګ ډیر ورو دی او سعودي د ښځو د حقونو په برخه کې تر نوري نړۍ ډیر شا ته دی.
د یوه نوي قانون له مخي د سعودي عربستان ښځي کولای شي د خپلو ودونو حالت په انترنت کې وګوري او له محکمې څخه د خپل طلاق د سند کاپي ترلاسه کړي. دغه قانون د دې له پاره رامنځ ته شوی چې ښخي بې له دې چې خبري وې، د مړونو له خوا طلاق نه شي. که ښخې طلاقیږي نو هغوی ته په تلیفون کې یو لنډ پیغام استول کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammar
انځورونه1 | 12
په دغه لیک کې راغلي دي: «له دې اقداماتو سره د دوی له اساسي حقونو څخه لا زیاته سرغړونه کیږي. په دې کې آزادانه تګ راتګ، د اړیکو ټینګول او همدارنګه د خپل نظر څرګندولو آزادي هم شامله ده او له همدې امله له بند څخه تر خلاصیدو وروسته هم دغه فعالانې د یوه نوي ژوند پيلولو په مهم پړاو کې یو له بله جلا کیږي.»
د سعودي عربستان مشهوره ښځینه فعاله لجین الهذول تر آزادیدو دری کاله وروسته هم له محدودیتونو ترڅنګ پنځه کاله د سفر کولو له بندیز سره مخامخه ده.
نوموړې په سعودي عربستان کې د ښځو پر موټر چلونې له بندیز څخه د سرغړونې او د دغه هیواد د نارينه وو له خوا پر ښځو د حکم چلولو نظام پر ضد غږ پورته کولو له امله مشهوره ده.
په سعودي کې اصلاحات ناکافي دي
اروپايي قانون جوړونکو پر دې خبرې هم اعتراف کړی دی چې سعودي چارواکو د ښځو پر ورځني ژوند لګول شویو ډیرو بندیزونو کې د ځینو په لیري کولو بریالي شوي دي.
په ۲۰۱۸ م کال کې د سعودي ښځو د موټر چلولو او لایسنس ترلاسه کولو حق ترلاسه کړ. یو کال وروسته یې بیا بالغه ښځو ته د پاسپورت ترلاسه کولو او د کوم سړي (سرپرست) پرته د سفر کولو اجازه هم ورکړل شوه.
خو د ځینو دغه اصلاحاتو سربیره، د اروپایي پارلمان غړو د دغه هیواد د جابرانه نظام غندنه کړې ده او ویلی یي دي چې دغه نظام په پرله پسې ډول ښځو ته زیان رسوي.