سعودي عربستان د شپږو ایراني اتباعو د اعدام خبر ورکړی دی
۱۴۰۳ دی ۱۲, چهارشنبهد سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس (اس پی اې) په حواله، د دغه هيواد د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغو ایرانیانو سعودي عربستان ته «په پټه چرس» انتقال کړي ول. وزارت زیاته کړې ده چې د هغوی د اعدام حکمونه په دمام ښار کې اجرا شوي، خوا دا چې کله اجرا شوي، جزئيات ېې نه دي ورکړي. دمام د فارس خلیج پر غاړه د سعودي عربستان یو ساحلي ښار دی.
ورته نور: په سعودي عربستان کې پنځه پاکستانیان اعدام شوي
د فرانسې خبري آژانس د سعودي عربستان د رسمي ارقامو پر اساس لیکي چې دغه هېواد په ۲۰۲۴م کال کې ۱۱۷ کسان د مخدره موادو په جرم اعدام کړي دي.
د عربستان شاهي حکومت په ۲۰۲۳م کال کې د مخدره موادو ضد یو لوی کمپاین پيل کړ چې پکې ګڼ عملیات تر سره او افراد ونیول شول. تر هغه راوروسته په تېرو دوو کلونو کې په دغه هيواد کې په مخدره موادو پورې اړوند اعدامونه ډير شوي دي.
ورته نور: رپوټ: په ايران کې تر ۸۰۰ ډېر کسان اعدام شوي
سعودي عربستان په ۲۰۱۶م کال کې لهایران سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې قطع کړې. سعودي دغه اړيکې وروسته له هغې قطع کړې چې په ايران کې قهرېدلو مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او په مشهد کې ېې پر قونسلګرۍ حملې وکړې. دغه مظاهرې د شیعه عرب روحاني، نمر باقر النمر، د اعدام په غبرګون کې شوې وې. د رياض او تهران تر منځ دغه اړيکې د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې د چين په منځګړيتوب بېرته احیا شوې.