1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عبستان د يمن جګړه بايللې ده؟

۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعه

له شپږو کلونو راهيسې په يمن کې جګړه دوام لري چې سعودي عربستان پکې برخه لري. اوس سعوديانو د سولې يو پلان وړاندې کړی دی.

Jemen Sanaa | Rauchwolke nach Luftangriff
انځور: Khaled Abdullah/REUTERS

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان اصلاً هيله لرله چې د يمن په جګړه کې تر ښکېلتيا وروسته به د حوثي ياغيانو په وړاندې چټکه بريا تر لاسه کړي. سعودي عربستان او نورو عربي هيوادونو له شپږو کلونو راهيسې د ياغيانو پرضد د ولسمشر عبدالرب منصور هادي د ځواکونو ملاتړ کړی دی.

له حوثيانو سره بيا د ايران له خوا مرسته کيږي او ايران د سعودي عربستان اصلي دښمن بلل کيږي. خو اوس داسې ښکاري چې حوثيان د ۲۰۱۵م کال د مارچ له ۲۷مې راهيسې چې کله جګړه پيل شوه، تر اوسه پورې د پرمختګ په حال کې دي.

سعودي عربستان نور دغه جګړه نه شي ګټلی. د ملګرو ملتونو په حواله ښايي په دغه جګړه کې تر ۲۳۰ زرو زيات کسان وژل شوي وي. په ميليونو نور له لوږې او ناروغيو کړيږي. د کرونا وبا د دغه هيواد کمزوری روغتيايي سيستم لا خراب کړی دی.

سعودي عربستان اوس د يمن جګړې د پای ته رسولو له پاره يو وړانديز کړی دی. په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې يو سراسري اوربند هم په نظر کې نيول شوی دی. دغه خبره د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير، فيصل بن فرحان السعود کړې ده.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير، فيصل بن فرحان السعودانځور: Ahmed Yosri/REUTERS

عربستان دغسې هڅې تېر کال هم کړې وې څو ځان له جګړې څخه وباسي. ځکه چې اوسمهال حوثيانو پلازمېنه صنعا او د يمن شمال لويديځ هم نيولی دی. له يو څه وخت راهيسې يې د ډېر نفت لرونکي ښار مارب په لور هم مخه کړې ده.

سعودي عربستان او په مشرۍ يې پوځي ټلواله له دوو کلونو راهيسې پر صنعا هوايي بريدونه کوي او هوايي ډګرونه او سمندري بندرونه يې تړلي دي څو حوثيانو ته اکمالات قطع شي. اوس السعود وويل چې سعودي عربستان غواړي د تاوتريخوالي لړۍ ودروي. د دې هدف له پاره به د پلازمېنې صنعا هوايي ډګر بېرته پرانيستل شي څو له جګړو څخه سخت ځپل شوي هيواد يمن ته بېرته د اړتيا وړ توکي ورسيږي.

ديانا هودالي/ن ص/ن ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب