1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان: د حوثیانو درې توغندیز بریدونه مو شنډ کړل

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ آبان ۳۰, شنبه

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اعلان کړی چې د حوثیانو درې بالستیک توغندي یې د ریاض پر لور له رسېدو مخکې له منځه وړي دي. دا بریدونه د یمن جګړې او د ایران له شخړې سره د تړلو سیمه ییزو تاوتریخوالو په دوام ترسره شوي دي.

په شپه کې د سعودي عربستان د پلازمېنې رياض هسکې ودانۍ
په پلازمېنه رياض کې هم چاودنې اورېدل شوي ديانځور: Ammar Abd Rabbo/ABACAPRESS/IMAGO

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې یو ځل بیا یې د ایران پلوه حوثي ډلې بریدونه شنډ کړي دي. دغه پوځي ائتلاف د شنبې په ورځ  (د ۲۰۲۶ کال د نوامبر ۲۱مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې هوايي دفاعي ځواکونو یې «درې بالستیک توغندي چې د ترهګرې حوثي ډلې له خوا د ریاض پر لور توغول شوي وو، کشف او له منځه وړي دي.»

له دې مخکې د فرانس پرېس خبري اژانس یوه خبریال راپور ورکړی و چې په ریاض کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. سعودي چارواکو تر دې مخکې د «دښمن له لوري هوايي ګواښ» خبرداری ورکړی و. وروسته د سعودي ملکي دفاع ادارې اعلان وکړ چې خبرداری پای ته رسېدلی او خطر له منځه تللی دی.

دغه هم ولولئ: د وسله والو له پرمختګ سره د حوثيانو ضد ځواکونو پر شاتګ

د ایران ملاتړې حوثي ډلې په ایکس شبکه کې ویلي چې د ریاض په ګډون یې د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې هدفونه په نښه کړي دي. حوثیانو تر دې مخکې د غچ اخیستونکو بریدونو ګواښ کړی و، وروسته له هغې چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د جمعې په ورځ د «ځانګړو عملیاتو» په ترڅ کې د سره سمندر پر غاړه د الحدیده بندري ښار او یو شمېر نور هدفونه وویشتل.

د دغو هدفونو په منځ کې د صنعا، صعده او تعز ولایتونو ځینې سیمې هم شاملې وې. حوثي ډلې مخکې خبرداری ورکړی و چې که الحدیده وویشتل شي، نو د سعودي عربستان پر جده بندري ښار او د سره سمندر پر نورو بندرونو به بریدونه وکړي. دغه ډلې هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی و چې د سعودي عربستان هوايي حریم «نور خوندي نه دی.»

دغه هم ولولئ: سعودي وايي مکې ښار ته نږدې يې يو ډرون شنډ کړی دی

حوثیانو همداراز د ریاض پر مالي ولسوالۍ او د الشقیق په ساحلي ښار کې پر یوه برېښناکوټ د برید ګواښ هم کړی دی. د امریکا او اسرائیل له خوا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې، په یمن کې شخړه هم یو ځل بیا شدیده شوې ده. حوثیان له کلونو راهیسې د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ضد جګړه کوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي او د حوثیانو پر ضد عملیات ترسره کوي.

 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
کتونکی:احمد حکيمي
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل