هغه ښځه چې غواړي د سعودي عربستان په پوځ کې شامله شي بايد پر دغو شرايطو برابره وي: عمر یې د ۲۱ او ۴۰ کلونو ترمنځ وي. قد يې لږ تر لږه ۱،۵۵ متره وي او تر اوسه یې کومه حکومتي وظيفه نه وي کړي.
پر دې سربیره تر ټولو مهمه داده چې د سعودي عربستان تابعيت ولري او لوړې زده کړې یې کړې وي.
پر دې شرطونو برابر ښځې سملاسي کولی شي په پوځ کې د شامليدو له پاره غوښتنليک وړاندې کړي. دا ښځې کولی شي د ځمکنيو ځواکونو څخه نيولې تر سمندري او هوايي ځواکونو پورې د پوځ ټولو برخو ته شاملې شي.
ښځې همدا راز کولی شي لوړ پوړو پوځي څوکيو ته هم د ځان رسولو له پاره غوښتنليک وړاندې کړي.
په اصل کې د سعودي عربستان په پوځ کې د ښځو د شاملولو پريکړه نوې نه ده او کابو دوه نيم کاله ترمخه د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې شوې وه خو اوس په رسمي توګه اعلان شوه.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت له خوا هغه وخت د تويتر په يوه پېغام کې ويل شوي ول:«دا د ښځو د لا پياوړي کولو له پاره يو بل ګام دی.»
تر دې مخکې د هيواد مشرتابه د پوليسو او ملي ګارد په ليکو کې هم ښځو ته د شامليدو اجازه ورکړې وه. که څه هم چې د ښځو فعالانو نيول او محاکمې لا جريان لري خو په ټوله کې په دې وروستيو کلونو کې سعودي عربستان د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ په حال کې دی.
شموليت او سهميه یې
د «بهرنيو اړيکو له پاره د اروپايي کونسل» سياسي شنونکې سنزيا بيانکو په دې آند ده چې په اوس وخت کې ښځو ته د پوځ د دروازې د پرانيستو ډېر علتونه دي.
هغه وايي: «يو علت یې د ښځو ډېر شموليت دی. ځکه د «۲۰۳۰ د ويژن» د حکومتي پروژې يو اصلي هدف دادی چې په سعودي عربستان کې د کار په بازار کې د فعالو ښځو ونډه ډېره کړي او په اوسط ډول یې له ۲۰ تر ۴۰ سلنه لوړه کړي.»
دې کارپوهې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې بله انګیزه یې ښايي پر ولس د پوځي خدمات تاثير په نظر کې نيول شوی وي. د نوموړي په خبره ځکه چې د پوځ دنده له يوې خوا د خپل پوځ سره د وګړو که هغه ښځې وي او که نارينه، عاطفي اړيکه لا پسې قوي کوي. له بلې خوا دا د ټولنې، په ځانګړي توګه د ځوانانو چې انتقادي نظرونه لري او بې صبره ګڼل کيږي، او دولتي تاسيساتو ترمنځ اړيکه پياوړې کوي.
کارپوهه سنزيا بيانکو وایي چې لږ تر لږه د سعودي عربستان حکومت دلته د يوه ډول «انډول» د ساتلو هڅه کوي.
بېلا بېل غبرګونونه
خو د حکومت پر دې ګام په هيواد کې د پردې تر شا نيوکې هم موجودې دي، په تيره بيا د محافظه پاله کړيو او کورنيو له خوا. په حقيقت کې په ټولنیزو رسنيو کې لومړي غبرګونونه يو څه ويشلي دي.
د ټولنیزو رسنیو يوې کارونکې خپله بې حده خوښي څرګنده کړې ده. یوه بله یې بيا په اړه ډاډه نه ده او طنز یې کړی چې آيا سعودي ښځې به په چادرۍ کې په پوځ کې دنده ترسره کوي.
د بهرني سياست سګنال
د سعودي عربستان د چارو کارپوهه سنزيا بيانکو وايي چې د ښځو پر مخ د پوځ دروازې خلاصول د بهرني سياست له پاره هم يو ډېر مهم سنګال دی. د هغې په خبره دا په ځانګړي توګه د امريکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بايدن ته متوجې دی چې له سعودي عربستان سره یې اړيکې تر اوسه ډېرې واضح نه دي.
بيانکو وويل: «د سعودي حکومت غواړي هغه داستان اصلاح کړي چې د سعودي په اړه مشهور دی. په دې موخه هڅه کوي چې منفي کيسې لکه د ژورنالیست جمال خاشقجي وژنه او يا د يمن ناوړه جګړه له خلکو هېرې شي.»
د نوموړې په خبره د هيواد مشرتابه په دې پوه دی چې د هيواد تصوير په تيره بيا په ټولنه او د اقتصاد په برخه کې د عصري کولو په نوښتونو سره ښه کولی شي. بيانکو زياتوي: «له همدې کبله یې دا لوری نيولی دی.»
ب. ص/ ن. ز (Kersten Knipp)
زموږ له آرشيف څخه:
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
سعودي عربستان په وروستیو وختونو کې ښځو ته د موټر چلولو حق ورکړ او هغوی ته یې د حقونو د ورکولو پر لور نور ګامونه واخيستل. خو په دې برخه کې پرمختګ ډیر ورو دی او سعودي د ښځو د حقونو په برخه کې تر نوري نړۍ ډیر شا ته دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammarد ښخو لومړی ښوونځی او د لوړو زده کړو مرکز
د سعودي ښځو تل د ریاض د دغو نجونو په څیر ښوونځي ته د تلو حق نه لاره. په ۱۹۵۵م کال کې په اول وار د لارالحنان په نوم ښوونځی کې د ښخو نوم لیکنه پیل شوه. په ۱۹۷۰م کال کې بیا د «ریاض د زده کړو کالج» د ښخو د لوړو زده کړو لومړۍ مرجع شوه.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldineد ۲۱مې پیړۍ په پیل کې، سعودي ښځي په لومړي ځل وتوانیدې چې خپلې تذکرې ترلاسه کړي. دغه تذکري د ښځو د هویت د تثبیت یوازنۍ لار ده. ښځو ته یوازې د هغوی د محرم په اجازه تذکرې ورکول کیدای شوای. په ۲۰۰۶م کال کې بیا ښځو اجازه ترلاسه کړه چې پخپله او پرته له اجازې تذکرې واخلي.
انځور: Getty Images/J. Pixسعودي عربستان په ۲۰۰۵م کال کې پر جبري ودونو بندیز ولګاوه، خو اوس هم په دې هیواد کې د واده تړون د زوم او خسر تر منځ کیږي نه د زوم او ناوې تر منځ.
انځور: Getty Images/A.Hilabiلومړۍ لوړ پوړې ښځه چارواکې
په ۲۰۰۹م کال کې د سعودي عربستان پاچا په خپل حکومت کې لومړۍ ښځینه لوړ پوړي چارواکې په کار وګومارله. نوره الفیاض د زده کړو په وزارت کې د ښځو د چارو مرستیاله وزیره شوه.
انځور: Foreign and Commonwealth Officeپه اولمپیک لوبو کې د سعودي ښځو لومړۍ سیالي
سعودي عربستان په ۲۰۱۲م کال کې په لومړي ځل ښځو ورزشکارانو ته اجازه ورکړه چې د المپیک په لوبو کې سیالي وکړي. د هغوي په ډله کې یوه هم ساره عطار وه چې د لندن په المپیک لوبو کې د ۸۰۰ متره منډو په سیالۍ کې برخه واخیسته.
انځور: picture alliance/dpa/J.-G.Mabangloد بایسکل او وړوکي موټرسایکل چلولو اجازه
سعودي چارواکو په ۲۰۱۳م کال کې ښځو ته اجازه ورکړه چې بایسکل او وړوکې موټرسایکلونه وچلوي. خو هغوی دغه کار یوازي په ځانګړو سیمو او حجاب اغوستلو سره کولای شوای.
انځور: Getty Images/AFPد ۲۰۱۳م کال په فبروري میاشت کې پاچا عبدالله په اول ورا ۳۰ ښځې د سعودي عربستان د مشورتي شورا غړي وګومارلې.
انځور: REUTERS/Saudi TV/Handoutد سعودي عربستان د ۲۰۱۵م کال د ښاروالیو په ټاکنو کې ښځو په لومړي ځل د کاندیدیدو او رای ورکولو حق ترلاسه کړ. دا په داسې حال کې ده چې نوي زیلاند د لومړي هیواد په توګه په ۱۸۹۳م کال کې ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړ. آلمان بیا په ۱۹۱۹م کال کې خپلو ښځینه اتباعو ته د رایې حق ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Batrawyد اسهامو د مارکیټ لومړۍ مشره
د ۲۰۱۷م کال په فبروري مياشت کې سعودي عربستان په لومړي ځل ساره السحیمي، د لومړۍ ښځې په توګه د خپل اسهامو د بازار د مشري په توګه وټاکله.
انځور: pictur- alliance/abaca/Balkis Pressد ۲۰۱۷م کال په اکتوبر مياشت کې سعودي عربستان ښځو ته د سپورت ستیدیومونو ته د تلو اجازه ورکړه.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر میاشت کې د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې ښځو ته به د موټر چلولو اجازه ورکړ شي. د ۲۰۱۸م کال له جون میاشتې راهیسې ښځې د موټر چلولو لایسنس اخیستلو له پاره د خپل محرم اجازې ته اړتیا نه لري او همدا راز کولای شي بې محرمه په موټر کې وګرځي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamaliسعودي ښځو ته د طلاق په صورت کې لنډ تلیفوني پیغام استول کیږي
د یوه نوي قانون له مخي د سعودي عربستان ښځي کولای شي د خپلو ودونو حالت په انترنت کې وګوري او له محکمې څخه د خپل طلاق د سند کاپي ترلاسه کړي. دغه قانون د دې له پاره رامنځ ته شوی چې ښخي بې له دې چې خبري وې، د مړونو له خوا طلاق نه شي. که ښخې طلاقیږي نو هغوی ته په تلیفون کې یو لنډ پیغام استول کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammar