1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي د افغانستان څخه پرمسافرتونو محدودیت وضع کړ

۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبه

سعودي عربستان پرافغانستان، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ویتنام باندي د کرونا د نوي شکل ویروس «دلتا» د خپریدو له بیري پر مسافرتونو محدودیت وضع کړ. په افغانستان کي د کرونا «دلتا» بڼه په سرعت سره خپریږي.

Saudi Arabien | Kino
انځور: Amr Nabil/AP Photo/picture alliance

د سعودي عربستان خبري آژانس نن شنبه رپوټ ورکړی دی، چي د سبا یعني جولای میاشتي د څلورم تاریخ څخه پر ټولو هغو کسانو باندي دغه هیواد ته پر ورتګ باندي محدودیت وضع کیږي، چي په تیرو ۱۴ ورځو کي يې په دغو څلورو هیوادونو کي  اقامت درلودلی وي. د سعودي عربستان هغه اتباع چي تر سبا یکشنبه دمخه خپل هیواد ته ولاړ سي، د دغه محدودیت څخه معافیږي.

انځور: picture-alliance/dpa/Saudi Press Agency

په تیرو څو اونیو کي د جنوبي آسیا څخه ډیر مسافرین افغانستان ته ورغلي او د هغه ځایه بیا نورو هیوادونو ته د ترانزیټ په ډول سفر کوي، کوم چي پرخپلو هیوادونو باندې یې پر سفر باندي محدودیت وضع سوی دی. د ډیرو هغو مسافرو چي کابل ته راغلي دي، د سفر یو اصلي مقصد یې سعودي عربستان ته تګ ؤ.

د ۲۰۲۰ م کال راهیسي د کرونا ویروس د شیوع راهیسي سعودي عربستان دغه هیواد ته پر حجاجو او زیارت کونکو باندي محدودیت وضع کړی او ډیر لږ کسان دغه هیواد ته دورتګ اجازه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل