کله چي سعودي د جي ۲۰ هیوادونو مشري پرغاړه درلوده، په دغه هیواد کي اعدامونه راکم سوي وه. خو لکه څنګه چي د بخښني بین المللي سازمان وايي، دغه هیواد اوس بیرته بل مخ ښکاره کړی دی.
اعلان
په سعودي عربستان کي په اعدام محکومولو جزاوي بیرته ډیري سوي دي. لکه څنګه چي د بخښني بین المللي سازمان (امنیسټي انترنیشنل) د یوه رپوټ څخه معلومیږي، په دغه شاهي هیواد کي د همدې کال د جنورۍ څخه تر جولای میاشت پوري حداقل ۴۰ انسانان اعدام سوي دي. دا تر ۲۰۲۰ ټول کال ډیر دي. دا هغه وخت ؤ، چي سعودي عربستان د جي ۲۰ هیوادونو مشري پرغاړه درلوده او په دغه ټول وخت کي بیا ۲۷ تنه اعدام سوي وه.
د بخښني د بین المللي سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا د رییس مرستیاله، لیون مالوف وايي: «کله چي سعودي عربستان ته د جي ۲۰ هیوادونو توجه لږ راکمه سوه، د دغه هیواد چارواکو د خلګو ظالمانه تعقیب بیرته له سره پیل کړ.»
د دغه سازمان په حواله «ډیری انسانان دغیر عادلانه او غلطو پروسو» له لارې د بند په سزا او حتی د اعدام په جزا محکوم سوي دي. داسي چي د شکنجې پواسطه د هغوی څخه «اقرار» هم اخیستل سوی دی.
د بشرد حقوقو فعالین تر تعقیب لاندي دي
امنیسټي انترنیشنل وايي، چي د نورو تر څنګ په انترنیت کي د طنزي لیکونکو او بشر د حقوقو د فعالینو جزاوي بیرته ډیریږي او په اوږده حبس محکومیږي. د محبس څخه تر خلاصیدو وروسته پر اکثرو باندي د سفر کولو بندیز هم لګول کیږي.
د امنیسټي انترنیشنل په حواله د جي ۲۰ هیوادونو ریاست، چي سعودي عربستان د ۲۰۱۹ م کال د ډسمبر څخه د ۱۲ میاشتو دپاره پرغاړه درلودی، د فعالینو د سرکوبه کولو فقط یوه « لنډه دمه» وه. د دغه سازمان د معلوماتو پراساس اوس په دغه هیواد کي د بشر د حقوقو د فعالیتونو او یا ازاد بیان د ابرازولو په دلیل حداقل ۳۹ کسان بندیان دي.
سعودي عربستان د هغو هیوادو له جملې څخه دی، چي تر ټولو ډیر اعدامونه پکښي تر سره کیږي. د امنیسټي انترنیشنل د پلټنو پر اساس په ۲۰۱۹ م کال کي ۱۸۴ کسان اعدام شوي، چي د ځینو دغه جزا په عام محضر کې عملي شوې.
په سعودي کي اصلاحات که د واک پر سر لوبه
په سعودي عربستان کې ځيني شاهزادګان او پخواني وزیران د فساد په تور نیول شوي دي. آیا د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د خپلو احتمالي سیالانو په کمزوره کولو سره پر حکومت کنترول ټینګ کړي؟
انځور: picture-alliance/Saudi Press Agency
د فساد ضد کمیټې جوړول
د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د فساد پر ضد د پیل شوی کمپاین په ترڅ کې ۱۱ شاهزادګان، ۳۸ پخواني وزیران او ځيني مخکښه کاروباريان نیول شوي دي. دغه کسان د شنبې په ورځ وروسته له هغې ونیول شول چې پاچا سلمان د خپل زوی او ولیعهد محمد بن سلمان، په مشرتوب د فساد ضد یوه کمیټه جوړه کړه.
انځور: picture-alliance/abaca/B. Press
اصلاحات که د ممکنه سیالانو خاموشه کول؟
له نوي جوړي شوي کمیټې سره بېلا بېل واکونه شته. په دغو واکونو کې د نیولو امر صادرول، د شتمنیو کنګلول او پر سفرونه بندیزونه لګول شامل دي. څه موده مخکي شاهزاده سلمان په هیواد کي د فساد ختمولو هوډ څرګند کړی وو.
انځور: picture-alliance/Saudi Press Agency
شاهزاده الولید بن طلال
الولید بن طلال د منځني ختیځ یو له شتمنو کسانو څخه شمیرل کیږي. هغه د لویدیځ په یو شمیر شرکتونو لکه ټویټر، روپرت مرډوک، سټي ګروپ، فور سیزن هوټل او نورو شرکتونو کې پانګونه کړې ده. هغه په منځني ختیځ کې یو له شتمنو کسانو او همداشان په زغرده د خپل نظر څرګندونکی بلل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine
رسمي تائید لا نه دی شوی
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په نیول شوو کسانو کې د مالیې پخوانی وزیر ابراهیم الاصف او د شاهي محکمې پخوانی مشر خالد التویجري هم شامل دي. خو په دې هکله د سعودي حکومت کومه څرګندونه، نه ده کړې او نه هم په رسمي توګه د دغو نیولو رپوټونه تائید شوي دي.
انځور: Getty Images
ډیر څه ډیر ژر پیښیږي
د نورو تحولاتو په ترڅ کې له شاهزاده متعب بن عبدالله څخه د ملي ګارد مشري اخیسې او خالد بن ایاف ته یې سپارلې ده. دغه اقدام ته د پاچا سلمان او د هغه د اولادونو پر واک باندې د خپل کنترول د ټینګولو د یوې هڅې په سترګه هم کتل کیږي. له بله اړخه د لبنان لومړي وزیر سعد حریري له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او اوس هم په ریاض کې دی.
لیکوال: عاصم سلیم