دغه خبر نن یکشنبه د سعودي عربستان خبري آژانس SPA ورکړی دی او ویلي یې دي، چي د خارج څخه د عمرې زیارت کونکو عریضې به د سبا دوشنبه ورځي څخه د سعودي عربستان د حکومت لخوا په کراره سره بیرته واخیستل سي.
د سعودي عربستان شاهي دولت ۱۸ میاشتي دمخه د کرونا وبا په سبب خپل سرحدونه وتړل او د خارج څخه یې زیارت کونکي بند کړل. خو د اګست میاشتي د اولي نیټې څخه یې سرحدونه بیرته د هغو ټوریستانو پر مخ خلاص کړل، چي واکسین یې لګولی ؤ. مګر د زیارت کونکو دپاره لا دغه محدودیتونه نه وه لغؤ سوي.
د کرونا ضد واکسین سوو دپاره د کرونا د محدودیت اوسنی لیري کیدل په لومړي قدم کي یوازي د عمرې زیارت کونکو دپاره اعتبار لري. د حج زیارت کونکو دپاره به د کرونا محدودیتونه اوس هم دوام ولري. د عمرې زیارت سړی کولای سي د کال په هر وخت کي وکړي.
تر هغه وروسته چي ۱۸ میاشتي دمخه د کرونا پانډمۍ په سبب په دغه هیواد کي هم محدودیتونه رامنځته سول، نو یوازي هغو کسانو د حج کولو اجازه درلوده، چي پخپله په سعودي عربستان کي اوسیدل.
پروسږ کال فقط ۱۰۰۰۰ کسانو د حج زیارت ته د ورتلو اجازه ورکول سوې وه او سږ کال بیا ۶۰۰۰۰ ته. دا هم په داسي حال کي چي د کرونا وبا ترمخه د حج په زیارت کي ۲،۵ ملیونو مسلمانانو ګډون کاوه.
په ډېرو اسلامي هیوادونو کې د سه شنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. د کرونا وبا له کبله د اختر لمانځل د نورو وختونو په پرتله له محدودیتونو سره مل دی.
انځور: Reuters/A. Awadنور کلونه پر کعبې ډېرو مسلمانانو طواف کاوه، خو سږ کال د زیارت کوونکو شمیر محدود وو. د سعودي عربستان چارواکو د کرونا له کبله سږ کال د حج د فریضې ادا کوونکو شمیر ۶۰ زره کسانو پورې محدود کړی وو. یوازې هغو کسانو ته په حج کې د ګډون اجازه وه چې په سعودي عربستان کې استوګن ول.
انځور: Hassan Alfahimi/Saudi Ministry of Media/dpa/picture allianceحج د اسلام له مهمو ارکانو څخه دی، چې هر کال په سلونو زره مسلمانان دغه فریضه ادا کوي. د حج مراسمو تر پیلیدو دمخه د کعبې شریفي شا او خوا په اساسي ډول پریمنځل شوه.
انځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Imagesد ویروس د خپریدو د مخنیوي اړونده مقررات
دا اوس د معمول خبره ګرځیدلې ده چې د کرونا وبا اړونده ایمني مقررات مراعات شي. زیارت کوونکي د کرونا ویروس پر وړاندې پر نورو سربیره په ماسک اغوستو سره ځان مجهزوي. یوازې هغو کسانو ته په حج کې د ګډون اجازه وه چې د واکسین ټول دوزه یې تطبیق کړي ول، چې تر اوسه د سعودي عربستان یوازې ۱۲ سلنه وګړي په بشپړ ډول واکسین شوي.
انځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Imagesد حج په اوج کې په اسلامي هیوادونو کې قرباني کیږي. دغه انځور په نایجیریا کې اخیستل شوی چې یو کس د قربانۍ له پاره څاروی اخیستی.
انځور: Pius Utomi Ikpei/AFP/Getty Imagesپه دې انځور کې په بنګله دیش کې د څارویو یو پلورونکی د غوایانو ښکرونه په سره رنګ رنګوي. سور رنګ له قربانۍ سره تړاو لري. خو دغه څه د څارویو د پالني سمبولیکه بڼه نه لري، بلکې د اختر په ورځ ذبحه کیږي.
انځور: Md Rafayat Haque Khan/ZUMA Press/picture allianceدغه انځور د ترکیې د ادیمان ښار دی چیرې چې یو څاروی په دودیز ډول ذبح شوی دی. په ځینو اروپايي هیوادونو کې له بې هوښۍ پرته د څارویو حلالول یوه شخړه ایزه موضوع ده. د بیلګې په توګه په آلمان کې یوازې هغه وخت څاروی حلالیدی شي چې دمخه بې هوښه شوی وي.
انځور: Tobias Steinmaurer/picturedesk.com/picture allianceلوی اختر چې د قربانۍ اختر هم ورته ویل کیږي، تر هر څه زیات د کوچنیانو، ځوانانو، زړو او کورنیو له پاره د خوښیو جشن دی.
انځور: Reuters/A. Awad