دغه خبر فایننشل ټایمز نن یکشنبه (د اپریل میاشتي ۱۸ مه) ورکړی او د هغه هدف یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تشنج له منځه وړل یاد کړی دی. د دغي ورځپاڼي په حواله د سعودي عربستان او ایران لوړ رتبه نمایندګانو څو ورځي دمخه، د اپریل پر نهمه په بغداد کي سره کتلی وه او د نورو ترڅنګ یې د یمن د نیابتي جنګ په هکله هم خبري سره کړي دي.
د سعودي عربستان او ایران ډیپلوماتیک مناسبات د یمن د جنګ تر سیوری لاندي څلور کاله دمخه قطع سول.
د اوسنیو مذاکراتو هدف د یمن د جنګ د ختمیدو د حل لاري پیداکول او ددواړو هیوادونو ترمنځ د تشنج له منځه وړل اعلان سوی دی. د خبرو دغه لمړنی مرحله مثبته ارزیابي سوې ده. دغه خبره فایننشل ټایمز د دغو هیوادونو د یوه مسؤل شخص په حواله کړې ده.
دا هم پداسي حال کي ده، چي سعودي عربستان او ایران د رویترز خبري آژانس لخوا د دغي لیدني کتني او هغه د نتایجو په باب عکس العمل ندی ښکاره کړی.
د دواړو هیوادو ترمنځ اوسني مذاکرات پداسي حال کي تر سره کیږي، چي د امریکا حکومت رسمأ د یمن د جنګ د ختمیدو غوښتنه کړې ده.
د بلي خوا د ایران د اټومي تړون په باب د ګډ کمیسون د خبرو شروع کیدل او خبرو ته د امریکا بیرته ورداخلیدل هغه مسایل دي، چي د سعودي عربستان دپاره د خاص اهمیت درلودونکي دي.
سعودي عربستان او د منطقې نورعربي هیوادونه په دغو مذاکراتو او ایران د اټومي پروګرام په شخړه کي د مشارکت غوښتنه کوي.
رویترز خبري آژانس د دغي لیدني کتني په ارتباط ریاض ته د عراق د صدراعظم، مصطفی کاظمي د تیري میاشتي سفر ته اشاره کوي.
آ./م.ق./ا.ا.
د مسلمانو ښځو له پاره موډ کیدای شي له رنګارنګیو ډک، خو په عین وخت کې ستونزې زیږونکی وي. په تازګۍ سره د سعودي عربستان او اروپايي ګډ موډ یوه ننداره په ریاض کي وړاندي شوه. ځينې انځورونه يې دلته لیدلی شئ. انځور: Reuters/T. Hanai د سعودي د شاهي کورنۍ شهزادګۍ صفیه حسین غراس او د موډ بلجیمۍ طراحې کریستوف بیوفایس، په ریاض کې د بلجیم د سفارت په انګړ کې د مسلمانو ښځو له پاره د جامو د موډ ننداره وړاندې کړه. په سعودي عربستان کې د لومړي ځل له پاره ښځو او نارينه وو په ګډه د ښځو د موډ د نندارې اجازه درلوده.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture alliance د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د سختګیرانه قواعدو پر اساس د بیوفایس او شهزادګۍ غراس طرحه کړې جامې باید ساده او د مسلمانو ښځو له پاره مناسبې وای. خو برخلاف د دغه نمایش اکثره نندارچیانو بیا د لویدیځوالو په موډ جامې اغوستې وې.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture alliance په ریاض کې د «خلیکې شیک» په نامه د طراحۍ په دې مجموعه کې روښانه او نقش لرونکي ډیزاینونه لږ لیدل کیږي. دا چپنې ته ورته کریمي لباس په عربي هیوادونو کې دود لباسونو ته ډیر ورته والی لري.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture alliance یو شی چې له ساده او متواضع فیشن سره یې ورته والی نه درلود د کاوبایي خولې پر سرول وو. دې موډلې له تورو جامو سره کوبایي سپينه خولې پر سر کړې ده.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture alliance د دې نندارتون برخلاف په ۲۰۱۷م کال کې د دوبی موډ اونۍ کې د جامو موډ زیاتره عربي شکل درلود او پکښې له ډیرو مختلفو رنګونو څخه کار اخیستل شوی وو. دغه ماډله د «مسلمه وییر» لیبل د جامو نمایش وړاندې کوي. دا لیبل یا مارک د ترکیې دی چې په متحده ایالاتو، اروپا، بریتانیا، روسیه او دوبی کې هم نمایندګۍ لري.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture alliance د مسلمانو ښځو د جامو برانډ همدارنګه د «مسلمه وییر» یا د مسلمانو ښځو د جامو موډ مارک چې زیاتره د ځوانو نجونو له پاره جامې برابروي له روښانه رنګونو نه استفاده کوي. دغه مارک په اینستاګرام کې تر۴۰ زرو ډیر کارونکي تعقیبوي.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture alliance د اسلامي مود مشهوره ماډله د دوبۍ موډ اونۍ ۲۰۱۷م کال په نمایش کې مشهورې عربي موډلانې هم راڅرګندې شوې وې. د هغو له ډلې مشهوره امریکایي ماډله حلیمه عدن هغه د ترکي مارک مسلمانو ښځو لباس موډ سره په دغه ننداره کې را ښکاره شوې وه.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture alliance د محجوب موډ په هکله د نظر اختلاف د مسلمانانو له پاره محجوب موډ نه یوازې د سکولارو، بلکې د عقیدوي مسلمانانو له خوا هم له نیوکو سره مخامخ شوی دی. سومالیې الاصله امریکایي ماډله چې د دې نندارې یوه له مشهورو څیرو څخه وه، په ۲۰۲۰م کال کې د فیشن له ریشتې سره یي خپلې اړیکې پرې کړې، ځکه په خبره یي په دې برخه کې د هغې عقیدې ته په لازمه توګه درناوی نه کیږي. نوموړۍ د «یونیسف» د سفیرې په توګه له خپل موقعیت څخه هم لاس په سر شوې ده.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture alliance