1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد بن سلمان له عراقچي سره د سیمې پر وضعیت غږیدلی

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د خپل ملاقات پر مهال د سیمي پر وضعیت خبري کړي دي. عراقچي په سعودي کې له خپل سیال شهزاده فیصل بن فرحان سره هم لیدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ریاض کې د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره ملاقات وکړ
عراقچي په سعودي کې له خپل سیال شهزاده فیصل بن فرحان سره هم لیدلي دي.انځور: isna

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ سعودي عربستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دغه سفر په داسې وخت کې کیږي چې د ایران له توغندیز برید څخه وروسته، کیدای شي اسرائیل هر وخت ځوابي برید ترسره کړي.

په دې وروستیو کې له ایران سره د تیلو د تر ټولو ستر صادرونکي هیواد سعودي عربستان راشه درشه زیاته شوې ده، چې د سیمه ایز تشنج په کمیدو کې یې مرسته کړې ده، خو دغه اړیکي اوس هم باوري نه دي.

شنونکي په دې باور دي چې تهران د وضعیت د ډاډمنولو لارې چارې لټوي. په ځانګړي توګه د اسرائیل له خوا د شوو ګواښونو په منځ کې د خپلو اټومي تاسیساتو د په نخښه کیدو او په یوه لویه پوځي جګړه کې د ښکیل کیدو څخه د ځان ساتلو کوښښ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل باغي د چهارشنبې په ورځ په ایکس شبکه کې ولیکل چې عباس عراقچي د دیپلوماتیکو هڅو د پرمختګ له پاره د خلیجي هیوادونو په سفر تللی دی. نوموړی به قطر ته هم ځي.

د سفر هدف

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د دې سفر هدف د اسرائیل د رژیم د تيري مخه نیول او په غزه او لبنان کې زموږ د خویندو او ورونو د درد او تکلیف پر کمولو تمرکز کوي.»

عباس عراقچي د دیپلوماتیکو هڅو د پرمختګ له پاره د خلیجي هیوادونو په سفر تللی دی.انځور: isna

منځنی ختیځ تیره اونۍ د ایران له خوا د توغندیز برید په هکله د اسرائیل د غبرګون په تمه دی، کوم چې تهران په غزه کې له روانې جګړې سره هم مهاله په لبنان کې د حزب الله ډلې پر وړاندې د اسرائیل پوځ د عملیاتو په ځواب کې کړی وو.

د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي په حواله د دې اونۍ په پیل کې، تهران خلیجي هیوادونو ته ویلي و چې که هغوي د ایران پر ضد د خپل هوایي قلمرو او یا پوځي اډو د استعمالولو اجازه ورکوي، نو دا به د «زغملو وړ» نه وي او خبرداری یي ور کړی وو چې د داسې هر ډول اقدام ځواب به ورکړل شي.

له خپل سعودی سیال سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

د سعودي «الاخباریه» شبکې داسې ویډیوګانې خپرې کړي دي چې پکې لیدل کیږي چې شهزاده فیصل بن فرحان د ایران د بهرنیو چارو وزیر او ورسره راغلي پلاوي هرکلي ته ولاړ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې دواړو مشرانو په سیمه کې د امنیت د ثبات او پر دې خبري کړي دي چې اسرائیل مجبوره کړي چې خپلې حملې ودروي.

عراقچي په ایکس شبکه کې ویلي دي چې د ایران سیاست د اسرائیل د اشغال ضد مقاومت ملاتړ کول دي.

هغه ویلي و چې تهران له جګړې څخه ویره نه لري او په وار وار یې اعلان کړی دی چې نه غواړي تشنج زیات شي، خو د هر ډول شرایطو سره د مقابلې له پاره تیار دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د ایران او سعودي عربستان اړیکې په کوم لور روانې دي؟

02:09

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل