بشري سازمانونه وايي په سعودي عربستان کې د سږني اعدامونو شمېر په بې ساري ډول لوړ دی.
د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس په حواله، د اعدام تر ټولو وروستی حکم د شنبې په ورځ د دې هیواد په جنوب غربي سیمه، نجران، کې پر یوه یمني وګړي چې دغه شاهي هېواد ته د مخدره موادو پر قاچاق مجرم پېژندل شوی وو، عملي شو.
د سعودي د دولتي خبري آژانس له رپوټونو د راټولو شوو ارقامو له مخې، د شنبې ورځې له اعدام سره په دغه هېواد کې د بهرنیو اعدام شوو وګړو شمېر ۱۰۱ ته پورته شوی دی.
په یاد شاهي هېواد کې د روان کال ترسره شوي اعدامونه د ۲۰۲۲ او او ۲۰۲۳ کلونو په پرتله تقریبا درې برابره لوړ دي، څرنګه چې دغه هېواد هر کال په حدود د ۳۴ تنه بهرنیان اعدام کړي دي.
په روان کال کې تر ټولو ډېر اعدام شوي بهرنیان د پاکستان اتباع دي چې د فرانسې خبري آژانس ېې په خپل رپوټ کې شمېر ۲۱ ښودلی. تر پاکستان وروسته د یمن ۲۰ اتباع اعدام شوي، همدا ډول ۱۴ د سوريې، ۱۰ د نایجریا، ۹ د مصر، ۸ د اردن او ۷ تنه د ايټوپیا اتباع اعدام شوي دي. په دغو اعدام شوو افرادو په ډله کې د افغانستان، هند او سوډان له هېوادونو درې درې او د سريلانکا، اریتریا او فليپین څخه یو یو کس شامل دي.
د سعودي عربستان په ریاض کې تاریخي هنري جشن
د بشري حقونو سعودي-اروپايي سازمان (ESOHR) چې مقر ېې په برلین کې دی وايي سږکال وار د مخه د اعدامونو یو نوی ريکارډ مات شوی دی.
که څه هم سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې په خپلو ممنوعه کړنلارو کې نرمښتونه راوستلي او له نړیوالو سيلانیانو او پانګوالو ېې هرکلی کړی، خو د اعدام سزاو د استفادې په دلیل ېې د بشري سازمانونو د پر له پسې نیوکو سره مخامخ شوی دی.
امنېستې انترنشنل یا د بخښنې نړېوال سازمان وايي چې سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې تر چین او ایران ورسته د دریم هېواد په توګه تر ټولو ډېر بهرني وګړي بندیان او اعدام کړي دي.
د فرانسې خبري آژانس په سپتمبر میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې سعودي عربستان په څه باندې درو وروستیو لسیزو کې تر ټولو ډېر شمېر اعدامونه کړي دي. په دغه موده کې د اعدام تر ټولو لوړ حکمونه ۱۹۶ په ۲۰۲۲ کال او ۱۹۲ په ۱۹۹۵ کال کې عملي شول دي.
دغه آژانس وايي چې تر نن یکشنبې د نومبر ۱۷مې پورې په سعودي عربستان کې د یادو ۱۰۱ بهرنيو وګړو په شمول، په مجموع کې ۲۷۴ کسان اعدام شوي دي.
(AFP)mks/akh
له آرشیف څخه:
په سعودي عربستان کې د «حجاب لرونکي موډ» انځورونه
د مسلمانو ښځو له پاره موډ کیدای شي له رنګارنګیو ډک، خو په عین وخت کې ستونزې زیږونکی وي. په تازګۍ سره د سعودي عربستان او اروپايي ګډ موډ یوه ننداره په ریاض کي وړاندي شوه. ځينې انځورونه يې دلته لیدلی شئ.
انځور: Reuters/T. Hanaiد سعودي د شاهي کورنۍ شهزادګۍ صفیه حسین غراس او د موډ بلجیمۍ طراحې کریستوف بیوفایس، په ریاض کې د بلجیم د سفارت په انګړ کې د مسلمانو ښځو له پاره د جامو د موډ ننداره وړاندې کړه. په سعودي عربستان کې د لومړي ځل له پاره ښځو او نارينه وو په ګډه د ښځو د موډ د نندارې اجازه درلوده.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceد سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د سختګیرانه قواعدو پر اساس د بیوفایس او شهزادګۍ غراس طرحه کړې جامې باید ساده او د مسلمانو ښځو له پاره مناسبې وای. خو برخلاف د دغه نمایش اکثره نندارچیانو بیا د لویدیځوالو په موډ جامې اغوستې وې.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceپه ریاض کې د «خلیکې شیک» په نامه د طراحۍ په دې مجموعه کې روښانه او نقش لرونکي ډیزاینونه لږ لیدل کیږي. دا چپنې ته ورته کریمي لباس په عربي هیوادونو کې دود لباسونو ته ډیر ورته والی لري.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceیو شی چې له ساده او متواضع فیشن سره یې ورته والی نه درلود د کاوبایي خولې پر سرول وو. دې موډلې له تورو جامو سره کوبایي سپينه خولې پر سر کړې ده.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceد دې نندارتون برخلاف په ۲۰۱۷م کال کې د دوبی موډ اونۍ کې د جامو موډ زیاتره عربي شکل درلود او پکښې له ډیرو مختلفو رنګونو څخه کار اخیستل شوی وو. دغه ماډله د «مسلمه وییر» لیبل د جامو نمایش وړاندې کوي. دا لیبل یا مارک د ترکیې دی چې په متحده ایالاتو، اروپا، بریتانیا، روسیه او دوبی کې هم نمایندګۍ لري.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture allianceد مسلمانو ښځو د جامو برانډ
همدارنګه د «مسلمه وییر» یا د مسلمانو ښځو د جامو موډ مارک چې زیاتره د ځوانو نجونو له پاره جامې برابروي له روښانه رنګونو نه استفاده کوي. دغه مارک په اینستاګرام کې تر۴۰ زرو ډیر کارونکي تعقیبوي.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture allianceد اسلامي مود مشهوره ماډله
د دوبۍ موډ اونۍ ۲۰۱۷م کال په نمایش کې مشهورې عربي موډلانې هم راڅرګندې شوې وې. د هغو له ډلې مشهوره امریکایي ماډله حلیمه عدن هغه د ترکي مارک مسلمانو ښځو لباس موډ سره په دغه ننداره کې را ښکاره شوې وه.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture allianceد محجوب موډ په هکله د نظر اختلاف
د مسلمانانو له پاره محجوب موډ نه یوازې د سکولارو، بلکې د عقیدوي مسلمانانو له خوا هم له نیوکو سره مخامخ شوی دی. سومالیې الاصله امریکایي ماډله چې د دې نندارې یوه له مشهورو څیرو څخه وه، په ۲۰۲۰م کال کې د فیشن له ریشتې سره یي خپلې اړیکې پرې کړې، ځکه په خبره یي په دې برخه کې د هغې عقیدې ته په لازمه توګه درناوی نه کیږي. نوموړۍ د «یونیسف» د سفیرې په توګه له خپل موقعیت څخه هم لاس په سر شوې ده.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture alliance