1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان کې د نجونو د فوټبال لومړنی لیګ پیلیږي

۱۴۰۰ آبان ۳۰, یکشنبه

ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ به په سعودي عربستان کې د نجونو د فوټبال لومړنی لیګ پیل شي چې په دې توګه به د دغه هیواد نجونې وکولی شي په لا سترو لیګونو او ان د فوټبال په نړیوال جام کې هم ګډون وکړي.

Saudi Arabien Riad | Fußball: Training des Frauen Nationalteams Saudi Arabiens
انځور: FAYEZ NURELDINE/AFP

سعودي عربستان چې د اوږدې مودې راهیسې یې پر ښځو باندې د سپورټ په برخه کې جدي محدودیتونه وضع کړي وو، اوس غواړي د نجونو د فوټبال یو لیګ پیل کړي. دغه شاهي هیواد په دې وروستیو کې د ښځو په برخه کې یو لړ اصلاحات راوستلی چې د لوبو په برخه کې هم د محدودیتونو لیرې کول یې هم یو ستر ګام بلل کیږي. دغه هیواد غواړي چې په دې توګه د نجونو د فوټبال یوه قوي لوبډله جوړه کړي څو په راتلونکو نړیوالو لوبو کې هم د دغه هیواد استازولي وکړي.

پر محافظه پاله سعودي عربستان د ډیر وخت راهیسې انتقاد کیږي چې دغه هیواد غواړي د سپورټي برنامو په ترسره کولو په دې هیواد کې د بشري حقونو د نقض او همدا راز د ښځینه فعالانو د زنداني کولو له موضوعاتو د خلکو پام بل لوري ته واړوي. په دې برخه کې د سعودي عربستان د فوټبال فدراسیون په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې غواړي د ښځینه فوټبال یو داسې لیګ په لاره واچوي چې پکې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي او ټاکل شوې چې دغه لوبې به په پلازمینه ریاض، جده او دمام ښارونو کې ترسره شي.

فراه جعفري چې په سعودي عربستان کې د فوټبال لوبغاړې ده د سعودي عربستان د حکومت له دې پریکړې هرکلی کوي او هیله لري چې د فوټبال مسلکي لوبغاړې شي او وکول شي یوه ورځ د بریتانیا په سترو لیګونو کې لوبه وکړي او همدا راز د فوټبال په نړیوال جام کې د سعودي عربستان استازولي وکړي.

فراه جعفري په دې هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زما د فوټبال د سفر په پیل کې زه له یو شمیر ستونزو سره مخامخ وم ځکه ټولو خلکو دغه څه نه قبلول.» دغې ۱۸ کلنې سعودۍ پیغلې چې د فوټبال جامې یې هم په تن دي زیاتوي چې کورنۍ او ملګرو مې زه ډیره هڅولم. د هغې په خبره هغې تر دې وړاندې د نورو په څیر په کوڅو کې له خپلوانو سره او همدا راز په ښوونځي کې له خپلو ملګرو سره فوټبال کوو.

په سعودي عربستان کې د اسلام شدید تفسیر عملي کیږي او په ځینو سیمو کې د سپورټ په ډګر کې لا هم د دې هیواد پر ښځو باندې محدودیتونه وضع شوي دي. خو په ۲۰۱۷م کال کې وروسته له هغې چې محمد بن سلمان د سعودي ولیعهد وټاکل شو، دغه هیواد پر ښځو باندې یو شمیر محدودیتونه لیرې کړي دي او په دې برخه کې یې ګڼ شمیر اصلاحات رامنځ ته کړي دي. د دې محدودیتونو د لیرې کیدو په پایله کې اوس د سعودي عربستان ښځې کولی شي موټر وچلوي او په ځینو برخو کې د ښځو حضور د پخوا په پرتله ډیر شوی دی.

انځور: The Yomiuri Shimbun/AP Images/picture alliance

فراه جعفري چې د ۴۰۰ ښځینه لوبغاړو له ډلې څخه د سعودي عربستان د ښځو ملي لوبډلې ته انتخاب شوې وايي چې غواړم په نړیواله کچه د سعودي عربستان استازولي وکړم: «زه د هغې ورځې خوبونه وینم چې وکولی شم د ښځو د فوټبال په نړیوال جام کې د خپل هیواد استازیتوب وکړم.» هغه زیاتوي چې یواځینی هیله یې دا ده چې د بریتانیا د فوټبال کلبونو له ډلې څخه یوه ورځ وکولی شي چې د مانچستر سیټي لوبډلې له پاره لوبې وکړي.

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان د فوټبال نارینه لوبډلې تر اوسه پورې پنځه ځله نړیوال جام ته لار  موندلې، تر اوسه پورې په سعودي عربستان کې د ښځینه فوټبال کلبونه موجود نه وو.

سعودي عربستان تر اوسه پورې په ټول هیواد کې د هغو نجونو له پاره د فوټبال درې روزنیز کمپونه جوړ کړي چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۷  کلونو ترمنځ دي او غواړي چې تر ۲۰۲۵م کاله پورې د نجونو د فوټبال د روزنیزو کمپونو شمیر نهو ته لوړ کړي. سعودي عربستان وايي چې آلمانۍ مونیکا سټاب یې د فوټبال د ښځینه ملي لوبډلې مشره روزونکې ټاکلې ده.

انځور: FAYEZ NURELDINE/AFP

سټاب په دې هکله وویل: «هرڅه نوي دي، دقیقاً داسې چې یو ماشوم په قدم وهلو پیل کوي او بیا غواړي په پښو دریدل زده کړي.» سټاب تر دې وړاندې د قطر او بحرین د فوټبال د ښځینه ملي لوبډلو د مشرې روزونکې په توګه هم دنده  ترسره کړې او وايي چې خپل تازه ماموریت ته هیله منه ده. هغه زیاتوي چې د پنځو او اتو کلونو په موده کې به موږ په خلیجي هیوادونو کې د فوټبال په برخه کې لومړی مقام ولرو او دا چې په خبره یې دا به یې ستره لاسته راوړنه وي.

اې. اف. پي / خ. ح/ ا.و.ا

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب