1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

سعودي: د ایران پر ضد د خپل هوايي حريم د کارولو اجازه نه ورکو

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۴ بهمن ۸, چهارشنبه

د سعودي عربستان وليعهد ایران ته ويلي چې دغه هېواد به اجازه ور نه کړي چې قلمرو او يا هوايي حريم یې د ایران پر وړاندې وکارول شي او دا چې په سيمه کې د امنيت او ثبات د پياوړتيا له پاره د مذاکراتو پر بنسټ ولاړو هلو ځلو ملاتړ

د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان او د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان
له پزشکيان، سره په تليفوني خبرو اترو کې د سعودي عربستان وليعهد ټینګار وکړ چې هېواد یې په سيمه کې د امنيت او ثبات د تامين له پاره د «خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل د هر ډول هلو ځلو» ملاتړ کوي.انځور: AFP/Iranian Presidency

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د دغه هېواد وليعهد محمد بن سلمان، د ایران رئيس جمهور مسعود پزشکيان، ته ويلي دي چې ایران به اجازه ور نه کړي چې له هوايي حريم او خاورې څخه یې د ایران پر ضد پوځي اقداماتو له پاره استفاده وشي.

له پزشکيان، سره په تليفوني خبرو اترو کې د سعودي عربستان وليعهد ټینګار وکړ چې هېواد یې په سيمه کې د امنيت او ثبات د تامين له پاره د «خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل د هر ډول هلو ځلو» ملاتړ کوي.

اړونده موضوع: ایران: د قربانیانو ډېرېدل او په سيمه کې د امريکا تمرينونه

تر دې د مخه ایراني رسنيو رپوټونه ورکړي ول چې پزشکيان، بن سلمان، ته ولي چې تهران د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د جګړې د رامنځته کيدو د مخنيوي د هر ډول هلو ځلو هرکلی کوي.

د سعودي عربستان دا اعلامیه د متحده عربي اماراتو د يوې ورته اعلاميې وروسته خپره شوې ده چې پکې ويل شوي ول اجازه به ورنه کړي چې له هوايي حريم او يا اوبو څخه یې د ایران پر ضد هیڅ ډول نظامي اقدامات وشي.

د ایران پر وړاندې نظامي اقدام؟

د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام شکونه تر هغه وروسته مطرح شوي چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، تیره اونۍ ويلي ول چې يوې «سترې سمندري بيړۍ» د سيمې پر لور حرکت کړی خو تمه ده چې د کاريدو اړتيا به یې پيدا نه شي.

ایران ته د ترمپ، ګواښونه د دغه هېواد د اتومي پروګرام او د مظاهرينو د ځپلو په اړه ول خو له هغه وخت راهېسې په ټول ایران کې احتجاجونه کم شوي دي.

په دې منځ کې دوو امريکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ د رویټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې يوه الوتکې وړونکې نظامي بيړۍ چې نورې کښتۍ هم ورسره مل دي، منځني ختيځ ته رسيدلي دي چې د امريکا متحده ایالاتو د ځواکونو د دفاع او يا د ایران پر وړاندې د احتمالي بريد وړتياوې پراخوي.

ایران د احتجاجونو سره لاس او ګريوان دی چې د بشري حقونو د ټولنو په وينا پکې امنيتي ځواکونو په زرونو کسان وژلي چې لارويان يا هغه کسان چې په مظاهرو کې یې برخه نه وه اخيستي، هم وژل شوي.

اړونده موضوع: ایراني چارواکو په اعتراضونو کې د ۵۰۰۰ کسانو وژل کیدل تایید کړي

د بشري حقونو ډلې وایي چې  دا ناآرامي د ۱۹۷۹م کال د انقلاب پر ترڅ کې د روحانيونو د رژيم قدرت ته د رسېدو پر وخت ځپلو او سرکوب ته ورته ده.

ایراني چارواکو د نارآمیو او وژنو پړه پر هغو کسانو چې هغوی ورته د «ترهګرو او بلواګرو» نسبت ورکوي ور اچولې چې په تبعيد کې د ایران د حکومت د مخالفينو له خوا حمايه کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب