بحرانونو په نړیواله کچه د ماشومانو زده کړې له خطر سره مخ کړي
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سهشنبهد ماشومانو د مرستې سازمان «Save the Children» د «۲۰۲۲: راتلونکی بهتره کړئ» تر عنوان لاندې په خپل رپوټ کې چې د سه شنبې (د اوکتوبر میاشتې ۳ نیټه) په ورځ یې په برلین کې وړاندې کړی دی ویلي دي چې شخړو او بحرانونو په نړیواله کچه د میلیونونو ماشومان زده کړې له خطر سره مخامخ کړي دي.
په رپوټ کې زیاته شوې ده چې تر ټولو زیات ګواښ د افغانستان د ماشومانو زده کړو ته متوجه دی. د دې برعکس بیا په کولمبیا کې بهتروالی رامنځته شوی دی. همدارنګه په دې برخه کې د «لوړ خطر لرونکو» هیوادونو شمیر هم را ټيټ شوی دی. د دغه رپوټ په اساس تر افغانستان وروسته سوډان، سومالیا او مالي هغه هیوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د زده کړې بهیر له شدید خطر سره مخامخ دی.
اړوند: سروې: نيمايې افغان کورنۍ په خپلو ماشومانو کار کوي
یوازې په دغو څلورو هیوادونو کې د نږدې ۴۹ میلیونه ماشومانو تعلیمي بهیر له خطر سره مخامخ دی. په مجموع کې د لسو هغو هیوادونو له ډلې څخه چې له شدید خطر سره مخامخ دي ۷ یي په افریقا کې دي. د لوږې نړیوال بحران، شخړې، مخ پر زیاتیدونکي نرخونه او اقلیمي بدلونونه هغه عوامل دي چې د ماشومانو پر ښوونیز سیستم منفي اغیزې کوي.
د سیف د چلند له سازمان څخه د دې ښوونیز راپور د جوړونکي ډلې مشرې هولي وارن، وویل چې په کولمبیا کې یو ډير ښه پرمختګ تر سترګو کیږي چې باور کیږي یو عامل یي په دغه هیواد کې د کووید ۱۹ واکسین ته په اسانۍ سره لاس رسې وي. خو د میرمن وارن په خبره «له کوم وخت راهېسې چې انسانان يي په حافظه کې لري، دغه وبا یو له هغو ناورینونو څخه دی چې د ماشومانو په زده کړو یي ویجاړوونکې پایلې درلودلي دي.»
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د دغه سازمان په حواله کله کله راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک په خپل لاس کې نیولی دی په دغه هیواد کې زده کړو ته لاس رسی ډیر زیات ستونزمن شوی دی، په ځانګړي ډول نجونو ته. په دغو ټولو لسو زیان منونکو هیوادونو کې د غذایي خوندیتوب د نشتوالي کچه ډیره لوړه ده.
اړوند: په افریقا کې ۵۷ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري
د شمیرو له مخې په افغانستان، سومالیا، سوډان، یمن او مرکزي افریقا جمهوریت کې د وګړو تر ۲۰ سلنه ډیره برخه یي د لوږې له ناورین سره مخامخ دي.
اقلیمي ناورینونه هم د ماشومانو د زده کړې حق ته لوی ګواښ ګڼل کیږي. همدارنګه سیف دي چلډرن خبرداری ورکوي چې شدید اقلیمي ناورینونه کیدای شي ماشومان مهاجرت ته اړ کړي، ښوونځیو ته زیان ورسوي او یا یي هم په بشپړ ډول لمنځه یوسي. هغه هلکان یا نجونې چې ښوونځيو ته نه دي تللي، اکثره وخت د لوږې، تاوتریخوالي، ناوړه استفادې، د ماشومانو کار او یا تر وخت مخکې واده کیدو قرباني کیږي.
په راپور کې ټینګار شوی دی چې د زده کړې د سیستم ساتنه ممکنه ده، په هغه صورت کې چې هر هیواد د امادګۍ طرحه ولري، څو ماشومانو ته د زده کړې شرایط تضمین کړي.
د کارپوهانو په باور د هغو هیوادونو چې تعلیمي فرصتونه یي لا دمخه له خطر سره مخامخ ول، باید «زر عمل وکړي»، څو هغه ځوانان چې له زده کړو محروم پاتې شوي دي په ځانګړي توګه ورته د ابتدایي یا لومړنیو زده کړو زمينه مساعده کړي. سربیره پر دې منطقي خبره دا ده چې په ټولګیو کې د زده کوونکو ویش د زده کړې د سطحې په اساس وشي، نه د هغوي د عمر په اساس.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص