1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

رپوټ: ۱۳ هیوادونو ته د شینګن ویزې احتمالي محدودیت

۱۴۰۰ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د یوې المانۍ رسنۍ په حواله د منځني ختیځ او افریقا ۱۳ هیوادونه د رد سوو مهاجرو د بیرته اخیستلو په مسأله کي د نه همکارۍ په دلیل، امکان لري د شینګن ویزې په ورکولو کي له محدودیتونو سره مخامخ سي.

Symbolbild Schengener Abkommen Visum Europa Reisefreiheit
د ارشیف څخه د شینګن د ویزې یوعکس انځور: Fotolia/katatonia

د «ویلټ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼي په حواله د دغو هیوادونو ليست د اروپايي ټولني د کمیسارۍ له خوا تهیه سوی دی. په ليست کي راغلي دي چي دغه ۱۳ هیوادونه د خپلو رد سوو اتباعو په بیرته اخیستلو کي د بین المللي قوانینو مطابق کافي امادګي نه ده ښکاره کړې.

د اروپايي ټولني د داخلي مسایلو کمیساري، یلوا یوهانسن د همدې کال په فبرورۍ میاشت کي د رد سوو مهاجرو د بیرته لیږلو په موضوع کي د  ۳۹ هیوادونو د همکارۍ یو مفصل رپوټ تهیه کړی وو.

هغې ویلي وه چي د دغو هيوادونو یو پر دريمه چي تحقيق پکښې سوی دی، همکاري يې بايد ښه سي. خو کمیسارۍ تر اوسه پوري د یوه مشخص هیواد نوم نه دی یاد کړی، ځکه چي دغه رپوټ محرمانه دی.

هغو هیوادونو ته چي د اروپايي اتحادیې غړي نه دي د رد سوو مهاجرو د بیرته ورلیږلو سطحه له کلونو راهیسی کښته ده. یوهانسن د اروپايي ټولني د داخله وزیرانو سره په همدې مارچ میاشت کي تر یوې جلسې وروسته وویل چي له اتحادیې څخه د دباندي محدودو هیوادونو سره باید خبري شروع سي.

هغې اضافه کړه، چي په هغه صورت کي چي خبري کومه نتیجه ور نه کړي، اماده ده تر دوبي پوري دغو هیوادونو ته د شینګن د ویزې د ورکولو د محدودیت په باب پیشنهادونه وکړي.

انځور: Imago Images/photothek/T. Koehler

اروپايي ټولنه د ویزې د هغه نوي قانون مطابق چي د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کي نافذ سو، کولای سي د اتحادیې څخه پر دباندي هغو هیوادونو باندي فشار ډېر کړي چي د رد سوو مهاجرو د بیرته اخیستلو په مورد کي همکاري نه کوي.

د «ویلټ ام زونټاګ» ورځپاڼي په حواله د اروپايي ټولني کمیساري اوس غواړي، په دې موضوع کي د عراق، ایران، لیبیا، سنیګال، سومالیا، مالي، ګامبیا، کامرون، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، مصر، اریتریا، ایتوپیا او ګیني بیساو سره خبري شروع کړي.

د رپوټ پراساس په دغو محدودیتونو کي په لومړي قدم کي د ډیپلوماټو له پاره د مجاني ویزې د ورکولو تعلیقیدل یا د ویزې د ۱۵ ورځنۍ رسیدګۍ مهلت ځنډول شاملیږي. په دوهم قدم کي د ویزې د ورکولو بیه کیدلای سي له ۸۰ څخه ۱۶۰ یورو ته لوړه سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب