1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: یوه چاودنه کې د ۴ زده کوونکو په ګډون ۶ تنه وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۱۱, جمعه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نجونو يوه ښوونځي ته نژدې بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۴ زده کوونکي ماشومان او دوه نور کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي په چاودنه کې ۱۶ کسان ټپیان شوي هم دي. ځينې رپوټونو وژل شوي ۷ تنه ښودلي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ سیمې د روغتون مخې ته راټول شوي خلک
د آرشیف انځور - د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې په یوه بمي چاودنه کې د ۵ زده کونکو په ګډون ۷ کسان وژل شويانځور: Shaheed Nawab Ghous Bakhsh Raisani Memorial Hospital Mastung/REUTERS

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځايي پولیسو یو افسر علي احمد، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې چاودنه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر لومړۍ) د کويټې ښار مرکز ته نژدې په مستونګ سیمه کې شوې.

احمد زیاته کړه چاودنه سهار وختي د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې داسې وخت وشوه چې په یوه موټر کې زده کوونکي ښوونځي ته روان ول.  

هغه وویل چې ماین په یو موټرسایکل کې چې د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې درول شوي وو، ځای پر ځای شو و. په دغه چاودنه کې نور ۱۶ کسان ټپیان شوي هم دي چې اکثره ېې ماشومان دي.

علي احمد زیاته کړه چې په دوو نورو وژل شوو کسانو کې یو ېې پولیس او یو ملکي کس دی.  

د ایالتي حکومت ویاند شاهد ریند، وويل چې په اصل کې د ماین هدف د پولیسو د ګزمې موټر وو، خو د ښوونځي د زده کوونکو پر حامل موټر وچاودېد.

د فرانسې خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې وايي چې په دغه چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي چې ۵ يې زده کونکي دي او ملکي وژل شوی کس دوکاندار وو. دغه آژانس وايي اصلي هدف د پولیو کمپاین امنیت له پاره ګومارل شوي پولیس ول.  

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، دغه حمله غندلې او د عاملینو د نیولو امر ېې کړی دی. 

د آلمان خبري آژانس مطابق، د کويټې ښار په مستونګ سیمه کې د داعش اوپاکستاني طالبانو په ګډون، ګڼې سني مذهبه وسله والې ډلې فعالیت لري. د پاکستان بلوچستان ایالت څخه ډېر وخت د حکومت ضد وسله والو فعالیتونو رپوټونه ورکول کيږي.

(AFP,dpa)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب