ساینسپوهانو په سپوږمۍ کې د کوچنیو تسبیح يا اميل دانو ته ورته ښيښه ايي شکلونو کې اوبه کشف کړې دي. د دوی په باور دغه ښیښه ایي مريو ته ورته شکلونه چې په داخل کې یې اوبه موجودې دي، د سپوږمۍ له سطحې سره د فضايي تیږو د شدید ټکر له کبله رامنځ ته شوي دي. د دوی په باور په راتلونکي کې سپوږمۍ ته تلونکي کسان احتمالاً له دغو اوبو کار اخیستلی شي.
د دوشنبې په ورځ د نیچر جیوساینس ژورنال کې په خپره شوې څیړنه کې ویل شوي چې په دغه ښيښه اي شکلونو کې اټکل کیږي چې شاوخوا ۲۷۰ تریلیونه کیلوګرامه اوبه ذخیره شوي وي.
د همدې موضوع په هکله ښايي دا هم تاسې ته په زړه پورې وي:د سپوږمۍ مالک څوک دی؟
د دغو ساینسپوهانو دغه تازه کشف په تیرو څو لسیزو کې د وروستیو ماموریتونو او کشفونو سره سمون لري او هغه دا چې سپوږمۍ وچه نه ده. تر دې وړاندې د اوږدې مودې راهیسې باور بیا د دې مفکورې برعکس وو او دا چې سپوږمۍ کې اوبه موجودې نه دي.
د چین د ساینس اکادمۍ ۱۱۷ دغه ښیښه اي شکلونه تر څیړنې لاندې نیولي کوم چې په ۲۰۲۰م کال کې د چین د چینج ۵ فضايي ماموریت له لوري له سپوږمۍ څخه ځمکې ته انتقال شوي ول.انځور: Tingshu Wang/REUTERS د تسبیح يا اميل دانو ته ورته دغه ښیښه اي شکلونه څرنګه رامنځ ته شوي؟
د چین د ساینس اکادمۍ ۱۱۷ دغه ښیښه اي شکلونه تر څیړنې لاندې نیولي کوم چې په ۲۰۲۰م کال کې د چین د چینج ۵ فضايي ماموریت له لوري له سپوږمۍ څخه ځمکې ته انتقال شوي ول. سپوږمۍ چې د اتومسفیر محافظتي سیستم نه لري، ورسره کوچنۍ آسماني تیږي ټکر کوي چې له کبله یې دغه ښیښه ايي شکلونه رامنځ ته کیږي. د ټکر له کبله رامنځ ته شوې لوړه تودوخه بیا د یادو موادو بیروني سطحه اوبه یا ویلي کوي چې بیا تر یخیدو وروسته د تسبیح دانو ته ورته ښیښه اي شکلونه ترې رامنځ ته کیږي.
د مرميو په څېر فضايي ډبرې وپېژنئ
ستوري پېژندونکي تل په فضا کې هغه آسماني ډبرې لټوي چې ځمکې ته نژدې کېدای او خطر پېښولی شي. د سپتمبر په لومړۍ نېټه د اي اس ۴ ډبره دلته تېريږي. په دغه ګالرۍ کې ځينې نورې تيږې هم وګورئ چې ځمکې ته نژدې راغلې وې. انځور: picture-alliance/dpa/ESA/P. Carril د ۲۰۱۱ اي اس ۴ په نوم آسماني ډبره د سپتمبر په اوله د احتمالا ۱۲۰ زره کيلومتره په فاصله له ځمکې تېريږي چې د سپوږمۍ په پرتله درې وارې نژدې راځي. دا چې دغه ډبره څنګه ښکاري، لا معلومه نه ده. د ۲۲ او ۴۹ مترو په قطر سره دغه يوه وړه آسترويد ډبره بلل کيږي.
انځور: picture-alliance/ dpa لا کوچنۍ بيا يوه بله آسترويد ډبره يعې «۲۰۲۰ کيو جي» وه چې د اګست په ۱۶مه ځمکې ته رانژدې شوه. قطر يې يوازې د درو او شپږو مترو په شاوخوا کې وو، خو دغه تيږه ډېره نژدې راغله: فاصله يې يوازې ۲۹۵۰ کيلومتره وه يعنې ځمکې ته دومره نژدې شوه چې د الوتنې مدار يې د جاذبې قوې له لارې بدل کړای شو.
انځور: picture-alliance/NASA/JPL-Caltech يوه څو کيلومتره ډبله آسماني ډبره خو برعکس بيا ډېرې غټې ډبرې هم شته. د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې فلورنس له ځمکې تېره شوه. هغه د ۴،۴ کيلومترو قطر په لرلو سره يوه ډېره لويه آسماني تيږه وه. له ځمکې څخه فاصله يې اووه کيلومتره وه. دغه آسترويد په ۱۹۸۱ کال وموندل او په يوې بريتانوۍ نرسې فلورنس نايټينګېل پسې نومول شوې ده چې د ۱۸۲۰ او ۱۹۱۰ کلونو تر منځ يې ژوند کړی دی.
دا بيا هم ډېره جوخته تېره شوه د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کې د «۲۰۱۲ ډي ای ۱۴» په نوم يوه ۱۳۰ ټنه وزن لرونکې ډبره ځمکې ته څېرمه تېره شوه. هغه تر ۲۷ زرو کليومترو پورې ځمکې ته رانژدې شوه چې د ځينو سپوږمکيو/سټلايټونو په پرتله لا کم واټن دی.
انځور: NASA/Science dpa مېتيوريت ډبرې هم خطرناکې دي د مېتيوريت په نوم بيا هغه آسترويد ډبرې او نور آسماني اجزا او توکي بلل کيږي چې د ځمکې له اتموسفير څخه تېريږي او پر ځمکې راغورځي. هغه پراخه ويجاړي رامنځ ته کولی شي.
انځور: cc-by/LarryBloom يو ډېر ستر مېتيوريت تقريبا ۶۵ ميليونه کاله پخوا د مکسيکو د يوکاتان په نيمه ټاپو کې راغورځېدلی دی. د دې پېښې له کبله د شيکسولوب په نوم رامنځ ته شوی يو ستر سوری د ۳۰۰ کيلومترو قطر لري. کارپوهان په دې اند دي چې له دې کبله ډايناسور ژوي له منځه تللي دي.
انځور: NASA/Don Davis مېتيوريت تيږې په ظاهري توګه د ځمکې په سر ډبرو ته ورته دي، خو يو څه سوځېدلې غوندې ښکاري. دغه بهرنۍ سطح هغه مهال رامنځ ته کيږي چې مېتيوريت د ځمکې اتموسفير ته داخل او له دې کبله يو څه ويلې شي.
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb آسماني ډبرې او لکۍ لرونکي «ستوري» د کومېت په نوم آسماني اجزا د ګازو يوه وريځ ده چې د ګازو، ډبرو او بې شمېره ګردونو او ذراتو يوه لکۍ په ځان پسې کاږي. کله چې د کومېت دغه ګردونه د ځمکې آتموسفير ته داخل شي، نو د حرارت کچه يې ۳۰۰۰ سنتي ګرېد کچې ته رسيږي چې له دې کبله بيا ځليږي. په دې ډول يو لکۍ لرونکی «ستوری» په آسمان کې ليدل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa د لکۍ لرونکو «ستورو» باران کله چې يو کومېت ډېر جوخت له ځمکې سره تېر شي، نو ډېر شمېر لکۍ لرونکي «ستوري» د ځمکې پر کُرې راغورځي. دغه باران تل يوه حيرانونکې ننداره ده، لکه دلته د انګلستان په ستون هېنج کې.
انځور: AP د اروپا فضايي ادارې ايسا په ۲۰۱۳ کال کې د ايټاليا په فراسکاتي کې ځمکې ته د نژدې راتلونکو توکو د همغږۍ يو مکرز پرانيستی دی. د تېنريفا ټاپو په څېر د دغه تېلېسکوپ معلومات او ارقام هلته سره راټوليږي.
انځور: IQOQI Vienna
د اوبو مالیکولونه څنګه رامنځ ته شوي دي؟
اوبه چې د اکسیجن او هایدروجن له مالیکولونو څخه تشکیلیږي، په یاد ښیښه اي شکلونو کې ساتل کیږي کوم چې د مالیکولونو له پاره د سپنج نقش لوبوي. د یادې څیړنې مرستیال لیکوال مهیش انند چې د بریتانیا په اوپن پوهنتون کې پروفیسور دی، وايي چې د سپوږمۍ په سطحه کې د اوبو د مالیکولونو د جوړښت له پاره هایدروجن ته اړتیا وي کوم چې د لمر د وړانګو په شکل کې د لمري توپانونو له لارې سپوږمۍ ته انتقالیږي.
د همدې موضوع په هکله ښايي دا هم تاسې ته په زړه پورې وي: اسټرالیا غواړي په سپوږمۍ کي بوټي وکري
سولري یا د لمر د وړانګو توپانونه د چارج شویو ذراتو یوه مجموعه ده کوم چې د لمر له اتموسفیر څخه ټول شمسي نظام ته تیتیږي. بل لوري ته د سپوږمۍ نیږدې نیمايي برخه بیا اکسیجن تشکیلوي چې د تیږو او معدني موادو په شکل کې په سپوږمۍ کې موجود دي.
د سپوږمۍ ۷ عجب حقايق پېژنئ؟
د امریکا د فضايی ادارې یا ناسا د ارميتيس پروګرام له کبله بيا امکانات رامنځته سوي دي چي انسانان سپوږمۍ ته ولاړ سي. خو آيا د سپوږمۍ په هکله په لاندنیو حقايقو خبر ياست؟ انځور: Geoffrey Swaine/Avalon/Photoshot/picture alliance سپوږمۍ د کوچنۍ کېدو په حال کي ده د ناسا د څېړنو پر اساس سپوږمۍ په تدريجي توګه خپله تودوخه له لاس ورکوي چي کبله يې سطحه هم ورسره کوچنۍ کيږي. دا هغسي لکه انګور چي د کشمش کېدو په حال کي کوچنی کيږي. نه يوازي د سپوږمۍ سطحه بلکه دننه برخه يې هم کوچنۍ کيږي. سپوږمۍ په تيرو میلينونو کلونو کي تقريبا پنځوس متره کوچنۍ سوې ده.
انځور: picture-alliance/Arco Images/B. Lamm بيرغ پر سپوږمۍ څنگه ورپېدی؟ بعضي کسان سته چي فکر کوي په ۱۹۶۹ کال و سپوږمۍ ته د نيل امسترونګ او بز الډرين تګ درواغ دي. هغوی ادعا کوي چي ياد ستورمزلو پر مځکه د اوبو د يو جهيل سره داسي تمثيل کاوه لکه پر سپوږمۍ چي ګرځي. هغوی انتقاد کوي چي په سپوږمي هوا نسته نو بيرغ څنګه ورپېد. ناسا وايي چي الډرين د امريکا د بيرغ پر خاوره لګولو وروسته ښوروله.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Neil A. Armstrong سوځوونکې گرمي او يخ سوړوالی پر سپوږمۍ باندي د تودوخي درجه لا هم ډېره زياته ده. کله چي د لمر وړانګې پر سپوږمۍ ولويږي نو د سطحي تودوخه يې تر ۱۲۷ سانتي ګرادو پوري جګېدلای سي. کله چي لمر نه وي نو تودخه يې تر منفي ۱۵۳ سانتي ګرادو پوري ټيټېدلای سي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert يوه ډېره پخوانۍ اسطوره موجوده ده چي وايي پر سپوږمۍ باندي يو سړی اوسيږي. بعضي خلک وايي چي د بشپړ سپوږمۍ پر وخت په سپوږمي کي يوه څهره ويني. په بعضو هيوادونو کي دغه اسطوره داسي ده چي وايي يو انسان د خپلو ډېرو جدي جرمونو له کبله سپوږمۍ ته جزايي ولېږل سو. خو حقيقت دا دی چي ياده خبره صرف يوه افسانه ده او حقيقت نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst سپوږمۍ له مځکي څخه د ليري کېدو په حال کي ده سپوږمۍ په يو کال کي له مځکي څخه تقريبا څلور سانتي متره ليري کيږي. هر څومره چي سپوږمۍ له مځکي څخه ليري کيږي، هغومره پر مځکه کوچنۍ معلوميږي. په تقريبا ۵۵ میليون کالو کي به سپوږمۍ له مځکي څخه داسي کوچنۍ معلوميږي چي نه به سي کولای چي لمر پټ کړي. يعني بيا به د لمر ترنده یا تندر نيول نور نه وي.
انځور: Reuters/J. Ernst شرمښان د سپوږمۍ سره هيڅ اړيکه نه لري په ډيرو زړو بېروونکو فلمونو کي ښودل کيږي چي شرمښ د سپوږمۍ پر لور انګولا کوي. خو دا له حقيقت څخه ليري خبره ده. د بشپړه سپوږمۍ او د شرمښ د انګولا هيڅ تعلق سره نسته دی. شرمښ د شپې پر وخت انګولای کوي.
انځور: Imago/Anka Agency International/G. Lacz سپوږمۍ ختونکو کي د تنوع کمښت تر اوسه سپوږمۍ ته ۱۲ انسانان تللي او د سپوږمۍ پر سطحه باندي يې پښه ايښې ده. دا ټول له بيلو مسلکونو سره تړاو لرونکي ول خو ټول امريکايان، نارينه او سپين پوستي ول. وخت به وښيي چي کله به يو غير امريکايي پر سپوږمۍ قدم کېږدي. يا دا چي کله به يوه مېرمنه او يا تور پوستی دا کار وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa