اروپا د ځمکې د ګرمېدو د پايلو د لا ښه اټکل او وړاندوينې له پاره يوه ۱۰ کلنه پروژه پلان کړې څو د بېلو تخصصي مرکزونو په مرسته د ځمکې «غبرګولی» جوړ کړي، خو دا ځل په ديجيتالي نړۍ کې.
اعلان
اروپايي څېړونکي د ځمکې «د ډېر دقيق ديجيتالي غبرګولي» په جوړولو بوخت دي څو وکولی شي چې د ځمکې د ګرمېدو له کبله په راتلونکي کې احتمالي پېښېدونکي حالات اټکل او وړاندوينه يې وکړای شي.
ټاکل شوې ده چې له لسو زيات کلونه به د کمپيوټر پروګرامران او د چاپېريال ساتنې د برخې څېړونکي د دغسې يوه «غبرګولي» د جوړولو له پاره سره همکاري وکړي. هيله يې دا ده چې وروستی مودل به يې ورته د لا ښو او منطقي کړنلارو په اټکل او تطبيق کې او د اوبو او هوا د چټک بدلون په پايله کې د راتلونکو ننګونو په هکله ګټور تمام شي.
دغه پروژه د دريو اروپايي بنسټونو تر منځ يوه ګډه طرحه ده چې پکې د اروپا د اوبو او هوا د منځمهالو وړاندوينو د مرکز (ECMWF)، د اروپا د فضايي ادارې (ESA) او د هواپېژندنې له سپوږمکيو څخه د ګټې اخيستنې د ټولنې (EUMETSAT) هڅې شاملې دي.
دغه پروګرام او کمپيوټري محاسبې يې د سويس د زوريخ ښار د ټکنالوژۍ په فدرالي موسسه کې تر سره کيږي.
دا چې «ګلوبل وارمنګ» یا نړیواله تودوخه په ټوله نړۍ کې پر موسمونو څه تاثیر کوي، ډیري یې څرګند دي، خو د اقلیمي بدلونونو یو شمیر داسې اغیزې چې زموږ د ژوند طرز په حیرانکونکي توګه بدلولې شي. نور معلومات په دې انځوریز رپوټ کې:
په هوایې سفرونو کې د ټکانونو ډیریدل
د یوې نوې څیړنې پر بنسټ په راتلونکې کې به په الوتکه کې سفر کول د پخوا په پرتله لا زیات پریشانه کونکې وي. څیړنه ښیې چې په راتلونکې کې به په الوتکه کې د سفر پر مهال، د پخوا په پرتله ۱۵۰ واره زیات «ایئر ټربولینس» یا په فضاء کې د هوا د خلاء له امله جتکې یا ټکانونه زیات شي.
انځور: Colourbox/M. Gann
بحري بیړۍ او د واورو غرونه
د الوتکو سربیره بحري بیړۍ به هم د نقل او حرکت پر مهال له ستونزو سره مخامخ کیږي. په ۱۹۱۲ م کال کې د ټایټانیک بیړۍ هم د واورو له یوې غونډۍ سره تر جنګیدو وروسته ډوبه شوې وه، خو تر هغې وروسته داسې کومه پيښه نه ده رامنځته وې. د موسمي بدلونو له امله په نږدې راتلونکې داسې پيښې یو وار بیا تکراریدلې شي.
انځور: Getty Images/J. Raedle
آلماسک، بريښنا یا تندر به ډیره شي
څیړنې ښېې د ګلوبال تودوخې له امله به توپانونه، بادونه، ورښتونه او د آلماسک یا تندر د راولیدو پيښې ډیرې شي. د تندر د را ولیدو له امله په ځنګلونو کې د اور لګیدنې سربیره نور ډیر زیانونه هم رامنځته کیږي. خو د څیړنکو په حواله له دې امله پیدا کیدونکی نایتروجن اکساید ګاز، نړۍ له نورو زهرجنو ګازونو څخه محفوظ ساتي.
انځور: picture-alliance/dpa
لاوا پیدا کونکی آتش فشانونه به پروازونه زیانمن کړي
په نړۍ کې ستر عجائب موجود دي. د بیلګې په توګه په آئس لنډ کې د زرګونو کلونو راهیسې په یو وخت کې آتش فشان او په اصطلاح د واورې یخچالونه موجود دي. د نړیوال تودوخې درجې د لوړیدو له امله دغه واورې ویلي کیږي. پر ځمکې د هوا فشار هم کمیږي چې له امله یې په آتش فشانونو کې لاوا زیاتیږي. په راتلونکو کلونو کې به په نړیواله کچه آتش فشانونه ډیر لاوا رامنځته کړي چې له امله به یې د الوتکو پروازونه زیانمن شي.
انځور: Getty Images/S. Crespo
مخ پر زیاتیدونکې نا رضایتي
موسمي بدلونونه زموږ پر مزاج هم ډیر تاثير کوي. د کارپوهانو په اند د نړیوال تودوخي درجې زیاتیدو له امله به انسانان ډیر ژر عصبي او غوسه کیږي او په تشدد کې به هم زیاتوالی رامنځته شي. د ټولنیزو چارو کارپوهان وایې چې په نړیواله کچه مخ پر زیاتیدونکې غوسه او عصبانیت به د وسله والو شخړو شکل ځانته غوره کړي.
انځور: Fotolia/Nicole Effinger
سمندر به هم لا زیات تورتم یا تیاره شي
د سائنس پوهانو په خبره د نړیوال تودوخې درجې د زیاتیدو له امله به ورښتونه، د سیندونو تغیان او سیلابونه ډیر شي چې دغه خړې اوبه به د سمندر د اوبو رنګ هم خړ او تیاره کړي. د څیړونکو په خبره دغه عوامل اوس ورو ورو ښکاره کیږي.
انځور: imago/OceanPhoto
الرجي یا حساسیت به ډیر شي
که تاسې مخ پر ډیریدونکي غوسې یا قهر پریشانه کړي نه یاست، ډول ډول الرجي یا حساسیت به تاسې هرو مرو پریشانه کړي. که یو څوک د پسرلي په موسم کې الرجي لري، نو وروسته تر دې کیدای شي دا الرجي په هر موسم کې رامنځته شي.
انځور: Colourbox
د حیواناتو د جسمامت وړیدل
په هره اندازه چې نړیواله تودوخه زیاتیږي په هم هغه اندازه د حیواناتو قد او جسامت وړیږي، البته په تدریجي شکل سره. ۵۰ میلیونه کلونه مخکې د ځمکې پر مخ د موجودو حیواناتو سائز یا جسامت د اوس په پرتله لوې وو. خو په نړیواله کچه د تودوخي درجې د لوړیدو له امله د دوی د جسامت د کوچني کیدو لړۍ هم په پرله پسې ډول جاري ده.
انځور: Fotolia/khmel
په دښتو کې غوړیدونکي ګلان
په دښتو کې به هم ګلان شته شي، دا کومه شاعرانه خبره نه، بلکې د موسیمي بدلونو یوه بیلګه ده. کارپوهان وایې چې اقلیمي بدلونونه به په راتلونکي کې پر دښتو او صحراو هم خپلې اغیزې ولري او دغه دښتې به هم واښه شنه کړي او ګلان به په کښې غوړیږي.
انځور: picture-alliance/Zuma Press/B. Wick
د میږو بدلیدونکي عدتونه
شاید تاسې باور ونه کړي خو د ځمکې پر مخ میږیان هم ډیر مهم نقش لوبوي. البته موسمي بدلونونه د دغو کوچنیو مخلوقاتو په مزاج او عادتونو کې هم بدلون رامنځته کوي. یوه نوې څیړنه ښیې چې میږیان د حرارت درجې په لږ لوړیدو سره خپل عادتونه بدلوي او د تودوخې د یوې مناسبې درجې تر وخته پورې تر ځمکې لاندې پاتې کیږي.