د شنګهای د همکاریو سازمان سرمشریزې د بحث موضوع څه وه؟
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سهشنبه
د دوشنبې (د سپټمبر لومړی نیټه) په ورځ د چین په تیانجن ښار کې د شنګهای د همکاریو سازمان (SCO) د سرمشریزې په پای کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په مارچ او می میاشتو کې شوي ترهګریز بریدونه وغندل شول. همدارنګه په اپریل ماشت کې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیاحتي سیمه کې ترهګریز بریدونه هم وغندل.
د چین ولسمشر شي جن پنګ د غونډې مشري کوله. په غونډه کې چې لس غړي لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د قرقیزستان ولسمشر جاپاروف، د بلاروس ولسمشر لوکاشینکو، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان لوموړي وزیر شهباز شریف او د هند لومړي وزیر نریندر مودي ګډون کړی و.
دغو مشرانو د مارچ په ۱۱ د بلوچستان په جعفر ایکسپریس ریل کې یرغمل نیونه او د می په ۲۱ په خضدار سیمه کې د ښوونځي پر بس د بمي برید په غندلو سره یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. د دې ترڅنګ د اپریل په ۲۲ د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیاحتي سیمه کې ترهګریز بریدونه هم وغندل شول.
په ګډه اعلامیه کې څه وویل شول؟
د ایس سي او غړو هیوادونو هر ډول ترهګریزي په کلکه وغندله او واضح یې کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې دوه ګونی معیار د نه منلو وړ دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی په متحد ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې د جامع کنوانسیون د تصویبولو پر اهمیت ټینګار کوي.
د اعلامېې په اساس مشرانو په دغو بریدونو کې د وژل شوو او ټپیانو له کورنیو سره خپله خواښوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغو بریدونو پلانوونکي او مسئولین باید محاکمه شي.
د غړو هیوادونو مشرانو د ترهګرۍ، پيلتون غوښتنې او افراطیت پر وړاندې د خپل کلک پيوستون د ژمنې په تکرارولو سره ټینګار وکړ چې باید اجازه ورنکړل شي چې له ترهګرو ، بیلتون غوښتونکو او افراطي ډولو څخه د اجیرانو په توګه استفاده وشي.
دوی همدارنګه وویل چې خپلواکه حکومتونه او اړونده ادارې ېې د ترهګرۍ له خطرونو سره د مبارزې په برخه کې اساسي رول لوبوي او د ترهګرو او د هغوي د مالي ملاتړ کوونکو په خلاف د هر اړخیزې همکارۍ پر اهمیت یې ټينګار وکړ.
د نژادي او ژبني تبعیض پر مخنیوي ټینګار
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې «غړي هیوادونه دغه ژمنه تکراروي چې دوی به د ترهګرۍ، بیلتون غوښتنې او افراطیت ترڅنګ، د مخدره موادو، نشه کوونکو درملو او د هغې د اجزاو د غیر قانوني قاچاق، د وسلو قاچاق او له پولې پورې غاړې څخه د تنظیمیدونکو جنایتونو پر ضد ګډه مبارزه جاري ساتي.»
په ګډه اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د ایس سي او غړو هیوادونو دا ژمنه کړې ده چې دوی به د افراطي نظرونو، د مذهبي زغم نشتوالي، له بهرنیانو څخه کرکه، توکمپالنې او ژبني تبعیض د مخنیوي له پاره ګډې هڅې ګړندۍ کوي.
د شنګهای د همکاریو سازمان او حکومتي مشرانو د (۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰م کال) له پاره د غړو هیوادونو ترمنځ له افراطي نظرونو سره د مقابلې په خاطر د ګډې همکارۍ پروګرام تصویب کړ، کوم چې په ځانګړي توګه د ۲۰۱۷ م کال د جون میاشتې په ۹ نیټه د همدې موخې له پاره په استانه کې ترتیب شوی و.
د شنګهای د همکاریو سازمان مشرانو ټینګار وکړ د یوه داسې نړیوال نظام رامنځته کولو له پاره ژمن دي چې لا زیات استازيتوب کوونکی، دیموکراتیک، منصفانه او څو قطبي وي. داسې یو نظام چې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو د اصولو، کلتوري تنوع ته د درناوي او د حکومتونو ترمنځ د متقابلو ګټو او همکارۍ پر بنسټ ولاړ وي.