1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليبیا ته څیرمه د کښتۍ د غرقیدو په پيښه کې ۷۴ تنه مړه شوي

۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعه

د رپوټونو له مخې د افريقا په شمالي ساحل کې په غرقه شوې کښتۍ کې تر ۱۲۰ ډير کسان سپاره وو. لا تر اوسه ډیری قربانیان نه دي موندل شوي او یوازې ۳۱ جسدونه راایستل شوي دي.

Seenotrettung im Mittelmeer
انځور: Sergi Camara/AP/dpa/picture alliance

د مهاجرت نړيوال سازمان (آی او ام) د معلوماتو له مخې د ليبيا لويديځ بندري ښار خمس ته نږدي لږ تر لږه ۷۴ کسان  په اوبو کي ډوب شوي دي. ساحلي څارونکي او ځايي کب نيونکي توانيدلي دي چې ۴۷ ژوندي کسان له اوبو وژغوري. له دیرشو زيات مړي پيدا شوي او د نورو مړو لټون دوام لري.

د تيرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دوه کښتۍ غرقې شوې وې چې د دوو ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۱۹ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د «اوپن ارمز» په نوم يوه غيرې دولتې سازمان د څو ماموریتونو په ترڅ کې ۲۰۰ کسان ژغورلي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان په خبره سږکال لږ تر لږه ۹۰۰ کسان په اوبو کې غرق شوي دي چې د مدیترانې سمندر له لارې یې اروپا ته د ځان رسولو هڅه کوله. دغه سازمان انتقاد کړی دی چې نور ۱۱ زره پناه غوښتونکي بیرته لېبیا ته لیږدول شوي دي چیرې چې هغوی له بشري حقونو څخه د سرغړونې خطر ګواښي.

ډير شميرپناه غوښتونکي له سمندر څخه د تيريد لو په موخه په هغه ربړي کښتيو کي سفر کوي چې د سمندر اوبو کې د سفر کولو وړتيا نه لري.

د لېبیا له پاره د مهاجرت نړیوال سازمان د ماموریت مشر فيدريکو سودا، د لټون او ژغورنې د عملیاتو له پاره د ظرفیت لوړولو غوښتنه کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب