1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو او پاکستان پر سوداګرۍ او امنیتي همکاریو توافق وکړ

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د پاکستان حکومت او افغان طالبانو موافقه کړې چې سوداګریزې اړیکې او امنیتي همکارۍ پراخې کړي. په دې وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان له خوا بریدونه زیات شوي دي.

آرشیف: چمن دروازه د طالبانو او پاکستان بیرغونه
آرشیف: چمن دروازه د طالبانو او پاکستان بیرغونهانځور: AP Photo/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د می پر ۷ نیټه) اعلان وکړ چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د افغان طالبان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په اسلام آباد کې یو تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه دی.

تر دې مخکې امیر خان متقي او بلاول بوټو زرداري د چین د بهرنیو چارو له وزیر کین ګانګ سره هم خبرې کړي وې. کارپوهان وايي چین په سیمه کې خپل نفوذ پراخوي. بیجینګ د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په بهیر کې هم مهم رول لوبولی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخې کې ویل شوې چې بوټو زرداري او متقي د یکشنبې په ورځ "د سولې، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیټ په ګډون د دوو اړخیزو ګټو پر مهمو مسلو په ژوره د نظرونو تبادله وکړه." ویل شوي، چې دواړو لورو د دوامداره او عملي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

پاکستاني طالبان خپل فعالیتونه نوو سیمو ته غځوي

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، ویلي، متقي له بوټو زرداري او نورو پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.

د یادې سیاسي نمایندګۍ دفتر د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو له پاره پر مهمو موضوعاتو، لکه دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو بحث او خبرې وشوې."

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې امیر خان متقي د دې هیواد د پوځ له مشر عاصم منیر احمد سره هم لیدلي او "د سیمه ییز امنیت، د سرحدونو مدیریت او د چاپیریال د ښه کولو په موخه د دوو اړخیزو امنیتي میکانیزمونو د رسمي کولو په شمول د دوو اړخیزو ګټو په اړه خبرې اترې شوې دي.

ملګرو ملتونو امیرخان متقي ته اجازه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي

د پاکستان پوځ مطبوعاتي اعلاميه وايي: "منير ترهګري او افراطيت له ګډو ننګونو څخه بللې او په اغېزمنه توګه ېې ورسره د مقابلې لپاره د همکارۍ د زياتولي غوښتنه کړي."

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکي په تېر یوه کال کې د کړکېچ پر لور رواني دي. د روان کال په فبرورۍ میاشت کې دواړو غاړو د تورخم دروازه تړلې وه، چې له امله یې بار وړونکي ترانزیټي موټر او مسافر د پولې دواړو غاړو ته بند پاتي ول.

سرحدي دروازه وروسته له هغه پرانستل شوه، چې د پاکستان يو پلاوى د کړکېچ په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته تللی وو.

د پاکستان حکومت د دغه هیواد په ځینو برخو کې د وژونکو بریدونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د سمرقند غونډه، روسیه او ګاونډي هېوادونه پر افغانستان غږیږي

اسلام آباد د دغو بریدونو مسوول پاکستاني طالبان ګڼي، چې یو خپلواکه ډله ګڼل کېږي. افغان طالبان بیا پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن دي چې ویل کیږې یادې ډلي له یو بل سره نږدې اړیکې لري.

اسلام آباد په کابل کې له افغان طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان یا TTP د مخنیوي لپاره لا زیات کار وکړي. ویل کیږي چې په دې وروستیو کې «ټي ټي پي» د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

35:14

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب