زېهوفر د نوي ويروس، یعني موتيشن په مقابل کي د اسراییلي دولت دا کوښښونه، چي سفرونه یې خپل هیواد ته سخت محدود کړي دي، یو سرمشق وباله. خو هغه د سفرونو د مشخص محدودیت په باب پرون سه شنبه (د جنوري ۲۶ مه) لا څه ونه ویل.
د بیلډ ورځپاڼي په حواله د جرمني په حکومت کي دا تشویش موجود دی، چي هوايي شرکتونه د کرونا سخت سوي مقررات نه مراعتوي. فدرالي پولیسو هم تر هوايي سفرونو وروسته د قرانطین د مقرراتو څخه د سرغړوني او نه مراعتولو رپوټونه ورکړي دي.
هغه هوايي شرکتونه چې په نړیواله کچه په کمه بیه یې زیاتو خلکو ته سفري سهولتونه برابرول، په ځانګړې توګه د کورونا د محدودیتونو له کبله د ملحوظاتو ښکار دي. د دغه ډول هوایي شرکتونو الوتکو به یوازې ډیر کم وخت پر ځمکه تیروه او د مسافرو تر پورته کولو وروسته به یې بیا پرواز کاوه.
انځور: picture-alliance/dpa/epa/Airbus
خو د کرونا له کبله د لګول شوو محدویتونو تر لیرې کیدو وروسته چې کله دغه ډول الوتکې بیرته الوتنې پېل کړي، نو د دوو پروازونو ترمنځ باید زیات وخت پر ځمکه پاتې شي. د اوږده واټن د دوو پروازونو له پاره دا اړینه ده چې په دغه موده کې الوتکه د میکروب وژونکو موادو په واسطه پاکه شي.
انځور: picture-alliance/dpa/H.A.Q. Perez
د ټولنیز واټن د عملي کولو له کبله مسافر باید له یو او بل څخه فاصله ونیسي او له دې کبله به الوتکې ته د ختلو جریان هم سست وي او خلک باید زیات انتظار وباسي.
انځور: imago images/F. Sorge
تر اوسه دا په اثبات نه ده رسیدلې چې د الوتکې د دوو څوکیو ترمنځ د یوې څوکۍ په خالي پریښودو سره د کرونا ویروس خطر کمیږي. آلمانی هوایي شرکت لوفتانزا چې د یورو وینګز هوایي شرکت مالکیت هم لري، تر اوسه د دغه ډول ټکټونو په ریزرف کولو پېل نه دی کړی. یو بل ارزان بیه هوایي شرکت ایزي جېټ، په ابتدایي ډول غواړي دا ډول ټکټونه ریزرف کړي چې د هرو دوو مسافرو ترمنځ یوه څوکۍ خالي وي.
د هوایي چلن مشوره ورکوونکی شرکت «سمپلیفاینګ» په دې نظر دی چې پر نورو حفاظتي اقداماتو سربیره د مسافرو له پاره دا هم اړینه ده چې الوتکې ته تر ختو دمخه باید خپل د مصونیت په اړه داسې سند وړاندې کړي چې پکښې ثبت وي. لکه بدن یې څومره انتي باډي یا د کرونا ضد مدافعیت لري.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder
مسافر له پرواز څخه څلور ساعته ترمخه باید هوايي ډګر ته ورشي. ښایي له میکروب ضد تونل څخه تیر شي او د هوايي ډګر هغې برخې ته تر رسیدو دمخه چې ټکټ پکښې کنترولیږي له داسې سکینر څخه هم تیر شي چې د بدن د تودخې درجه یې معلومه کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Marks
د آلمان د هوايي چلن صنعت فدرالي سازمان وړاندیز کړی دی چې په الوتکه کې د سپرو ټولو مسافرو له پاره ماسک ښایي اجباري شي. لوفتانزا لا تر اوسه دغه چاره اجباري ګرځولي. جېټ بلو ایرلاینز، په امریکا او کاناډا کې د سفر په ترڅ کې د ماسک اغوستل اجباري کړي دي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Leal-Olivas
د دې امکان هم شته چې د مسافرو سربیره د هغوی سامان هم د الټرا وایلټ وړانګو په واسطه له میکروبونو پاک شي.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Stolyarova
د الوتکو د څوکیو جوړونکي بیلا بیل ډول څوکۍ وړاندې کوي. یوه ایټالوي شرکت د «ګلاس سیف» په نوم طرحه وړاندې کړې ده. په دغه طرحه کې د مسافرو له اوږو څخه د سرونو ترمنځ پر څوکۍ یوه ښيښه لګیدلې چې د پرواز په ترڅ کې به مسافر له یو او بل بېل ساتي.
انځور: Aviointeriors
یوه آسیاسي شرکت «هیکو» وړاندیز کړی دی چې د مسافرو په کابین کې دې د کارګو یا سامان بکسونه جوړ کړی شي. لا تر اوسه هیڅ کوم شرکت د دغه ډول سیستم له پاره کوم فرمایش نه دی ورکړی. اوسمهال د مسافرو د څوکیو په پرتله د زیات سامان د ځایدو تقاضا مخ پر ډیریدو ده.
انځور: Haeco
د الوتکې عمله یا میلمه پال به احتمالا د پرواز په ترڅ کې ځانګړی لباس اغوندي او ترڅنګ به یې ماسک او دستکشې هم استعمالوي. پر دې سربیره به هر نیم ساعت وروسته خپل لاسونه میکروب ضد موادو باندې پریمنځي.