1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زيلنسکي په پاريس کې: اوکراین له فرانسې ۱۰۰ جنګی الوتکې پيري

۱۴۰۴ آبان ۲۶, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دوشنبې په ورځ فرانسې ته د خپل سفر پر مهال وویل چې کیف غواړي خپل هوایي ځواکونه پیاوړی کړي او د سلو «رافایل» فرانسوي جنګي الوتکو فرمایش ورکړي.

زیلنسکي په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر سره د تړون د لاسلیک کولو پر مهال لیدل کیږي
د دې موافقې هدف د روسیې د پوځي حملو په مقابل کې د اوکراین د هوایي دفاعي وړتیا زیاتول په ګوته شوي دي.انځور: Christophe Ena/POOL/AFP/Getty Images

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د «ویلاکوبله» په هوایې اډه کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي هرکلی وکړ.

تر اوسه پورې د خریدارۍ د دې تړون د ارزښت او مالي تمویل د څرنګوالي په هکله معلومات نه دي خپاره شوي. زیلنسکي د یکشنبې په ورځ په ایکس تولنیزه شبکه کې ویلي و چې پاریس ته د فرمایش ورکولو محور له فرانسې سره «تاریخي موافقې» ته لاسرسی دی.

د دې موافقې هدف د روسیې د پوځي حملو په مقابل کې د اوکراین د هوایي دفاعي وړتیا زیاتول په ګوته شوي دي. په هر حال له دې عصري جنګي الوتکو څخه د عملیاتو له پاره استفاده به د پیلوټانو د روزنې د پيچلي او اوږدمهاله بهیر له کبله ډیر وخت ونیسي.

ماکرون تیره میاشت ژمنه کړې وه چې د کیف په اختیار کې د میراژ ډول نورې جنګي الوتکې او د آستر-۳۰۰ توغندیو محموله چې اوکراین یې د SAMP/T هوایي دفاع په دستګاه کې ترې استفاده کوي، ورکوي.  

د باخبره سرچینو په حواله د زیلنسکي سفر ممکن د SAMP/T د لا زیاتو دستګاو پر سر د موافقې سبب شي. د مکرون دفتر له دې سفر مخکې اعلان کړی و چې هدف د اوکراین دفاع ته د فرانسې د بهتره وسلو په اختیار کې ورکول دي.

د «رافایل» تړون خبر له خپریدو وروسته د دغې الوتکې د جوړونکي شرکت «داسو» د سهامو ارزښت شاوخوا ۵ سلنه زیات شوی دی.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

02:33

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب