1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي اروپايي اتحادیې ته ژر ورداخلیدل غواړي

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د اوکراین جمهوررئیس، ولودیمیر زیلنسکي په کیف کي له اروپايي اتحادیې سره تر یوې سرمشریزي وروسته بیا هم دغي اتحادیې ته د هیواد پر ژر داخلیدو باندي امیدواري ښکاره کړې ده.

EU-Kommissionspräsidentin von der Leyen in Kiew
انځور: Efrem Lukatsky/AP/dpa/picture alliance

هغه پخپل تازه ویدیويي پیغام کي ویلي، دا ممکنه ده، چي په دې ارتباط  مذاکرات په همدې کال کي لا شروع سي. 
تیره جمعه د اروپايي اتحادیې مشرانو د یوې سرمشریزي پر مهال اتحادیې ته د داخلیدو په لار کي د اوکراین «د پاملرني وړ کوښښونو» توصیف وکړ. د اروپايي کميسيون مشرې، اورزولا فون دیر لاین مگر ټینگار وکړ، چي اتحادیې ته د اوکراین د ورداخلیدو په مخکي لا اوږده لار پرته ده. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب