1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې افغان سناتوران د بډې اخیستلو په تور نیول شوي

۱۳۹۹ دی ۸, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د مشرانو جرګې درې سناتوران يې د بډې اخیستلو پرمهال نیولي دي. د ملي امنیت او لويي څارنوالۍ په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې یاد سناتوران په بلخ ولایت کې د ملي امنیت له لوري نیول شوي دي.

Emblem Meshrano Jirga
انځور: DW

افغان چارواکو ویلي دي چې په بلخ کې یې د مشرانو جرګې درې هغه سناتوران د بډې یا رشوت په جرم نیولي دي چې دغه ولایت ته د څارنې له پاره استول شوي ول.

د افغانستان د ملي امنيت او لويي څارنوالۍ له لوري په خپره شوې یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې یاد درې سناتوران «د یکشنبې په ورځ د ۴۰ زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو پرمهال په بلخ ولایت کې نیول شوي دي.«

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د مشرانو جرګې غړي د رشوت په تور د امنیتي ارګانونو له لوري نیول کیږي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي: «د ملي امنیت د عمومي ریاست منسوبینو او د لویې څارنوالې د کنترول او مراقبت له استازو سره په همغږۍ د مشرانو جرګې دغه درې برحاله غړي چې بلخ ولایت ته د حکومتي چارو د څار په موخه تللي ول، د رشوت په تور نیولي دي.»

په دغه اعلامیه کې د یادو سناتورانو د هویت په هکله او دا چې آیا دغه سناتوران انتخابي او که انتصابي دي، څه نه دي راغلي. اعلامیه همدا راز زیاتوي چې دغه مسئله یې په لیکلي بڼه له مشرانو جرګې سره هم شریکه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل