1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: پر روغتون په بريد کې يو لوړ پوړی قوماندان هم وژل شوی

۱۴۰۰ آبان ۱۲, چهارشنبه

د چارواکو په حواله په کابل کې د سه شنبې ورځې د بريد په ترڅ کې چې پړه یې داعش ډلې منلې ده، د طالبانو يو لوړپوړی قوماندان هم وژل شوی دی. دغه بريد په ټولیزه توګه لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي دي.

Afghanistan | Explosion in Kabul
انځور: AFP

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲مه نيټه) په کابل کې د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون د بريد په ترڅ کې د طالبانو د حقاني شبکې غړی او د بدري ځواکونو يو لوړپوړی قوماندان حمدالله مخلص هم وژل شوی دی. 

د طالبانو د رسنيو د برخې يوه چارواکي وويل: «کله چې مولوي حمدالله مخلص خبر شو چې د سردار محمد داود خان روغتون تر بريد لاندې دی، نو د کابل د ځانګړو ځواکونو دغه مشر په بيړه ځان د پېښې ځای ته ورساوه.»

هغه زياته کړه: «موږ هڅه وکړه هغه د پېښې ځای ته له تلو ايسار کړو خو هغه په ځواب کې يوازې وخندل. وروسته موږ خبر ترلاسه کړ چې هغه په روغتون کې د مخامخ جګړې په ترڅ کې شهيد شوی دی.»

چارواکي: پر روغتون په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي

په دغه بريد کې په ټولیزه توګه لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي او پړه یې داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.

د معلوماتو په حواله لومړی د روغتون په دروازه کې يو ځانمرګی بريد ترسره شوی او بيا په وسله سمبال کسان روغتون ته داخل شوي دي.

د پېښې د خبر ترلاسه کولو وروسته د افغانستان نويو واکمنانانو خپل ځانګړي ځواکونه روغتون ته واستول. عيني شاهدانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې د مخامخ نښتې تر پيلیدو وروسته یې د وېرې ترهې صحنې وليدلې او ډاکترانو او مریضانو هڅه کوله چې ځانونه د روغتون د پورتني پوړ په خونو کې پټ کړي او کوټې قلف کړي.

د اسلامي دولت خراسان ډلې له خوا پر تليګرام په خپرې شوې يوې اعلاميې کې ويل شوي چې د «داعش ډلې پنځوو جنګيالو په ورته وخت کې همغږي شوي بريدونه ترسره کړي.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد د قربانيانو شمير لږ ښوولی وو او ويلي ول چې د چټکې مداخلې له کبله یې جنګيالو وکولای شول په ۱۵ دقيقو کې بريد پای ته ورسوي.

ب. ص/ ن. ز (afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب