د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی دی چې امريکا متحده ايالاتو د پاکستان د باليستيک میزايلو پر پروګرام نوې بندیزونه وضع کړي دي.
د امريکا د ملي امنيت مرستيال جان فاينر، د نړيوالې سولې د کارنيچ موسسې په يوه غونډه کې پاکستان د دغه هېواد د اوږده واټن باليستيک توغنديو د پروګرام له کبله چې د جنوبي آسيا دباندې هدفونو ته د رسېدو وړتيا لري، امريکا ته د يوه «راپورته کيدونکي ګواښ» په توګه ياد کړ.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دغه غونډه کې وويل چې پاکستان خپل د توغنديو تکنالوژۍ ته په زياتيدونکي توګه «له پيچلو» لارو وده ورکوي.
اړونده موضوع: امریکا د وسلو پروګرام پر ۲۶ ملاتړ کوونکو شرکتونو بندیز لګولی
فاينر، وويل چې که چېرې دا تمايل دوام پيدا کړي «پاکستان به د جنوبي آسيا دباندې، د امريکا په ګډون، د هدفونو په نخښه کولو وړتيا ولري.»
نوموړي زياته کړه: «نو په څرګنده توګه زموږ له پاره مشکله ده چې د پاکستان فعاليت امريکا ته د يوه راپورته کیدونکي ګواښ پرته بل څه وګڼو.»
پاکستان بندیزونه له «توپیره ډک» وبلل
د امريکا د حکومت دوو لوړپوړو چارواکو د رويترز خبري آژانس ته وويل چې د پاکستان د توغندیو پروګرام په اړه د امريکا انديښنه د هغو ميزايلونو چې د جوړېدو په حال کې دي، د انجن يا موټر د اندازې يا غټوالي څخه سرچينه اخلي.
فاينر، دا څرګندونې تر هغه يوه ورځ وروسته کړي چې امريکا د پاکستان د بالستيک توغنديو پرمختګ اړوند نوي بندیزونه اعلان کړل. د امريکا د بندیزونو هدف د پاکستان يوه دولتي دفاعي اداره او درې خصوصي شرکتونه دي.
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري.
انځور: Reutersپه ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
انځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikovaامریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamaliفرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunetد آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
انځور: Getty Imagesد ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kaminskiپاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/APپه ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reutersله ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratnerد اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
انځور: Reuters متحده ايالاتو ويلي دي چې دا ګام «د پاکستان د اوږده واټن توغنديو د ودې پروګرام له امله د متوجه ګواښ د دوام په نتيجه کې پورته شوی دی.»
پاکستان امريکا پر دې بندیزونو سخت غبرګون ښوولی او هغه یې له تعصبه ډک بللي ول او د سيمې پر ثبات یې د دغو بندیزونو له اغیزو څخه خبرداری ورکړی وو. پاکستان پر امريکا همدا زار د وسلو په تګلارو کې د دوه ګوني تګلارې خپلولو تور هم لګولی وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر امريکا انتقاد وکړ چې نور هېوادونه د پرمختللو پوځي تکنالوژۍ د جوازو ترلاسه کولو له مکلفيته معاف کوي.
امريکا په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د باليستيک توغنديو په پروګرام کې همکاري کوونکي ۱۶ شرکتونه په تور ليست کې داخل کړي ول. تر دې دمخه په سپتمبر مياشت کې هم دچين پر يوه څيړنیز انستيتويت او يو شمير شرکتونو د پاکستان د اتومي توغنديو له پروګرام سره د مرستې په تور بندیزونه وضع شوي ول.