1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: بلوچ بېلتون غوښتونکو د پولیسو يوه مرکز ته اور اچولی

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبه

د پاکستان پولیس وايي بلوچ بېلتون غوښتونکو په بلوچستان ایالت کې پر یو دولتي دفتر حمله کړې، یو بانک ېې لوټ کړی او د پولیسو یو مرکز ېې يو څه سوځولی دی.

د پاکستان نقشه کې د پېښې ځای د بلوچستان ایالت خضدار علاقه
د پاکستاني پولیسو په خبره بلوچ بيلتون غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان په خضدار علاقه کې حمله وکړه

پولیس زیاتوي حمله کونکي د پېښې ځای ته د امنيتی ځواکونو له رسېدو مخکې تښتېدلي وو.

د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ وويل چې په وسلو سمبال په لسونو بلوچ بيلتون غوښتونکو دغه حمله د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په لرې پرته سېمه خضدار کې کړې ده.

اسوشتید پریس له کويټې ليکي چې د دې حملو مسئولیت د «بلوچ لیبریش آرمي» په نوم ډلې منلی دی. شنونکي وايي بلوچ بېلتون غوښتونکي کې  د پاکستاني طالبانو په څېر د پاکستان امنيت پر یو لوی ګواښ بدل شوي دي.

ورته نور: پاکستان: له وسله والو سره په نښتو کې ۳ عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي

چارواکو ويلي چې په دغه حمله کې ځاني تلفات نه دي اوښتي. د سهیل خالد په نوم د پولیسو يوه ځايي افسر وويل، د پېښې ځای ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو سم وضعیت تر کنټرول لاندې راغی.

د پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونه په وروستیو میاشتو کې د وسله والو تاوتریخوالو شاهدان پاته شوي چې د اکثرو پېښو مسئولیتونه ېې بلوچ بېلتون غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، منلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب