1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

بیلتون غوښتونکو د بلوچستان په مختلفو سیمو کې بریدونه کړي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ بهمن ۱۱, شنبه

بلوچ بیلتون غوښتونکو د شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت په مختلفو برخو کې همغږي او سازمان شوي بریدونه کړي دي. د چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

آرشیف انځور: منیتي ځواکونه په یوه نظامي موټر کې د ګزمې په حالت کې لیدل کیږي
لږ تر لږه ۳۷ ترهګر نن سهار د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي ديانځور: AFP/Getty Images

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ میاشتې پر ۳۱مه ویلي چې په دغه هیواد کې د ترهګریزو پیښو له زیاتیدو سره هم مهاله په سویل ختیځ بلوچستان ایالت کې د نښتو په جریان کې لږ تر لږه ۱۰ پاکستاني سرتیري او۸۸ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه وسله وال د پاکستان په سویل لویدیځ کې د بلوچستان نا ارامه ایالت په ۱۲ مختلفو ځایونو کې په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک یې په نښه کول وژل شوي دي.

امنیتي سرچینو د المان خبري آژانس ته ویلي دي: «لږ تر لږه ۳۷ ترهګر نن سهار د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.» دغې سرچینې ویلي ۵۱ نور وسله وال په تیرو ۴۸ ساعتونو کې وژل شوي دي.

اړونده موضوع: پاکستان: بلوچستان کې وسله والو درې بانکونه لوټلي دي

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې هند د دغو وسله والو مالي ملاتړ کوي او «په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره»په ارتباط کې دي. هند مخکې تر دې هم په پاکستان کې د دغو وسله والو د ملاتړ کولو په هکله تورونه رد کړي دي. د طالبانو ادارې چارواکو هم په پرله پسې ډول ویلي دي چې په پاکستان کې ناکرارۍ د دغه هیواد داخلي موضوع ده او له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.

د بلوچستان په ایالتي مرکز کوټه کې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته ویلي چې دغه وسله وال همغږې او ځانمرګي بریدونه د ټول ایالت په کچه ترسره شوي، په ځانګړي توګه په کوټه، پسنی، مستونګ، نوشکی او ګوادر وسلوالیو کې.

نوموړي د نوم پټ ساتلو په شرط وویل: «یوازې په کوټه کې لږ تر لږه ۴ پولیس وژل شوي دي.»

بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد: ۲۵ جسده د مچ ښارګوټي ته رسیدلي

01:49

This browser does not support the video element.

په اسلام آباد کې یوه لوړپوړي پوځي چارواکي د دغو بریدونو په تاییدولو سره وویل چې دغه بریدونه «سازمان شوي وو، خو په ډیر کمزوري ډول ترسره شوي دي.»

نوموړي چارواکي بې له دې چې د تلفاتو په هکله څه ووایي وویل: «دغه بریدونه چې له کمزري پلان سره ترسره شول د اغیزمن امنیتي غبرګون له برکته ناکامه شول او زر به ودرول شي.»

بل لور ته په اغیزمنو شوو ولسوالیو کې لږ تر لږه څلورو پولیس افسرانو د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې وضعیت تر اوسه پورې په بشپړ ډول تر کنترول لاندې نه دی راوستل شوی.

په سیمه کې د عامه خدماتو وضعیت

په اغیزمنو شوو سیمو کې د ګرځنده تلیفونونو خدمات ځنډول شوي، ترافیک مخطل شوی او د ټول ایالت په کچه د ریل یا اورګاډي خدمات هم ځنډول شوي دي.

بلوچ بیلتون غوښتونکي «د بلوچ د آزادۍ پوځ» یا بي ایل ای د فرانسې خبري آژانس ته په استولي یوه اعلامیه کې د دغو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

«د بلوچ د آزادۍ پوځ» ادعا کړې ده چې د ډزو او ځانمرګو بریدونو په وسیله یې پوځي تاسیسات، پولیس او ملکي ادارې چارواکي په نښه کړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې په یوه پوځي اعلامیه کې ویل شوي و چې امنیتي ځواکونو په دغه ایالت کې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۴۱ یاغیان وژلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب