د امریکا د پخواني جمهوررییس، جورج بوش لخوا رامنځته سوی د «ترهګرۍ پرضد جنګ» د کارپوهانو په نظر د ناکامۍ سره مخامخ سوی دی. هغوی اکثره په ټوله نړۍ کي د اسلامي افراطي ډلو لخوا د نوو بریدونو اټکل کوي.
اعلان
د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۱۰ مه) د بریتانیا د داخلي استخباراتو (MI5 ) رییس، کین مک کالوم د ترهګرۍ د نوي خطر څخه خبرداری ورکړ. په خبره یې په افغانستان کي د طالبانو لخوا د قدرت اخیستل په ټوله نړی کي اسلامي افراطي ډلو ته « جرآت ورکوي او تقویه» کوي یې. ځکه به نو د بریتانیا استخباراتي اداره د «لا ډیر خطرسره د مبارزې پخاطر» د تیارسي په حال کي راسي.
د سویدن د لنډ پوهنتون څیړونکي،عبدال سعید په نظر که د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته هدف په افغانستان کي عملیات وه او د القاعده د مشر، اسامه بن لادن وژل وه، نو دا په کامیابۍ سره تر سره سوي دي، خو« که هدف دا ؤ، چي د جهادیت شبکو ته خاتمه ورکړل سي، نو دا پلان بلکل د ناکامۍ سره مخامخ سوی دی.»
په اسراییلو کي د بین المللي ضد ترهګرۍ د انستیتوت څخه اصف مغدوم وايي، «غربي نړی داسي یو هدف مخته کښیښوی، چي هغه ته رسیدل ناممکنه دی . پر ترهګرۍ باندي غلبه اصلأ ممکنه نده ، ځکه چي خطرونه په دوامداره ډول سره د تغیر په حال کي دي.»
باید وویل سي،چي په واشنګټن کي د بین المللي تحقيقاتو او ستراتیژیکي مطالعاتو مرکز(CSIS ) په ۲۰۱۸ کي اټکل کړی ؤ، چي په ټوله نړۍ کي د اسلامي جنګلیالیو تعداد د ۱۰۰ زرو څخه ۲۳۰ زرو کسانو ته لوړ سوی دی، چي دا د ۲۰۰۱ م کال په مقایسه ۲۷۰ فیصده لوړوالی ښيي. همدارنګه د فعالو ترګرو ډلو تعداد ۶۷ ښوول سوی ؤ، کوم چي د ۱۹۸۰ م کال راوروسته یې سابقه نه درلوده.
نه یوازي په منځني ختیځ، بلکه په افریقا، جنوبي او جنوب شرقي اسیا کي د هغوی ملیشې مخ پر ډیریدو سوې. په اوس وخت کی د داعش د خراسان څانګه په افغانستان کي فعاله ده. ویل کیږي، چي هغوی د کابل په هوايي میدان کي په دې وروستیو کي په خپلو حملو سره په سلهاوو خلګ او ۱۳ امریکایي عسکر ووژل.
د مغدوم په نظر یو تعداد اسلامسټان په « واقعي سیاسي مشکل باندي ګرزیدلی » دي. په خبره یې دلته خبره پر« یوه محدود تعداد اشخاصو باندي نده، چي سړی یې د ترهګرۍ په تور لست کي شامل کړي. د هغوی څخه خطر ډیر پراخ سوی دی.
د بلي خوا بیا د کین مک کالوم په نظر د امریکا متحده ایالاتو توجه نور نه یوازي «د ترهګرۍ پر ضد جنګ» ته راګرزیدلې ده، بلکه چین او روسیه یې هم د خطر رامنځته کونکو هیوادونو په حیث د توجه په مرکز کي راغلي دي.
کین مک کالوم وايي، که څه هم جهادي ډلي په اوس وخت کي امکان لري ، چي د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر پر ۱۱ مه په امریکا او ۲۰۱۵ م کال د نومبر پر ۱۳ مه په پاریس کي د ترهګري حملو په اندازه دومره لویو حملو ته سازمان ورنه کولای سي، خو په غرب کي پولیس او استخباراتي ادارې باید د افراطي اسلامي ډلو پر حملو باندي حساب وکړي.
د بریتانیا د داخلي استخباراتو (MI5 ) رییس، کین مک کالوم پرون جمعه د ۱۱ تر بریدونو شل کاله وروسته ډیر خوشبینه ښکاره نکړه او ویې ویل، چي «طبعأ به زما د ریاست پر مهال د بریتانیا په خاوره کي امکان لري ترهګري حملې وسي.»