1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کونړ کې چاودنې ۷ زده‌کوونکي وژلي او ۹۹ نور ټپیان دي

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ آذر ۷, شنبه

د کونړ ولایت یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه کې لږ تر لږه ۷ زده‌کوونکي وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان شوي دي. په لنډه موده کې د افغانستان په ښوونیزو مرکزونو کې دا درېیمه مرګونې پېښه ده.

په اسد آباد کې د روغتون مخې ته د خلکو گڼه گوڼه
ژوبل شوي ماشومان نژدې روغتون ته لېږدول شوي ديانځور: Shakirullah Safi

د افغانستان په کونړ ولایت کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه کې لږ تر لږه ۷ ماشومان وژل شوي دي. د کونړ د ولایتي ادارې یوه استازي د آلمان خبري اژانس ته وویل چې د شنبې په سهار په دې پېښه کې ۹۹ نور زده‌کوونکي ټپیان شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودله چې ټپیان ماشومان د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد روغتون ته لېږدول کېږي. د ولایتي ادارې استازي زیاته کړه چې چاودنه ښوونځي ته څېرمه د کان‌کیندنې یوه شرکت د چاودېدونکو توکو په زېرمتون کې شوې ده.

دغه هم ولولئ: په کابل کي چاودنه: چين د خپلو اتباعو د ساتني غوښتنه کوي

د چاودنې له امله د ښوونځي ودانۍ او ګاونډیو کورونو ته زیان اوښتی دی. چارواکي ګومان کوي چې بې‌احتیاطي د پېښې لامل شوې ده. د پېښې د لاملونو په اړه نورې څېړنې روانې دي. دا په لنډه موده کې د افغانستان په یوه ښوونیز مرکز کې درېیمه مرګونې پېښه ده.

د سه‌شنبې په ورځ هم په کاپیسا ولایت کې یوې چاودنې زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه. تر هغې څو ورځې وړاندې په فراه ولایت کې هم ورته یوه مرګونې چاودنه شوې وه. سیمه‌ییزو چارواکو د دواړو پېښو لامل له پخوانیو جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده مهمات بللي دي.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
کتونکی: امید دیدار
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل