1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په يوه ښوونځي کې پر زده کوونکو په چاقو بريد شوی

۱۴۰۲ اسفند ۳, پنجشنبه

د آلمان د وپرټال ښار په يو ښوونځي کې د پوليسو د ځانګړې قطعې پراخ عمليات وشول. دا د هغه وروسته چې په دغه ښوونځي کې د چاقو بريد کې يو شمېر زده کوونکي ژوبل شول

Wuppertal Deutschland 2024 | Einsatz an Schule nach Verletzung mehrerer Schüler
په دغو عملياتو کې د پوليسو ځانگړي کوماندو برخه وال ولانځور: Pressefoto Otte/dpa/picture alliance

د راپورونو له مخې بريد يوه ۱۷ کلن زده کوونکي د خپل ښوونځي پر نورو زده کوونکو کړی دی. د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې بريدګر نور زده کوونکي په چاقو او غيچي/بياتي وهلي او  ژوبل کړي يې دي.

د آلمان د نورد راين ويسټفالن ايالت په وپرټال ښار کې دغه پېښه په يو جيمنازيوم ښوونځي کې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۲) رامنځته شوه. د ياد ايالت له مرکز ديوسلډورف څخه د پوليسو وياند ويلي دي چې بريدګر پخپله هم په دغه بريد کې ځان ته زخمونه اړولي او ځان يې داسي زخمي کړی چې ژوند ته يې ګواښ و. د پوليسو په وینا د زده کوونکو لپاره نور کوم خطر نه دی موجود.

جدي زخمونه

د پوليسو د وياند په وينا د اوسنيو معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د څلورو او پنځو تر منځ زده کوونکي ژوبل شوي دي. د زده کوونکو ژوبلې جدي بلل شوي خو ويل شوي چې ژوند ته يې ګواښ نشته.

ويل شوي دي چې پوليسو اټکل کړی دی چي بريدګر د دغه ښوونځي وو. خو د پوليسو وياند زیاته کړې ده چې په دې تړاو لا تحقيقات ادامه لري. وياند د ښوونځي د سرمعلم له خوا د زده کوونکو مور او پلار ته د لېږل شوي ليک په حواله ويلي دي چې بريدګر ۱۷ کلن دی او د عالي ښوونځي زده کوونکی دی. د سرمعلم د ليک په حواله زیاته شوې چې سرمعلم د دغه بريدګر په تړاو ويلي چې د ډېرې جدي رواني ناروغۍ څخه کړيږي.

پوليسو ويلي دي چي بريد تيره څوکه لرونکو څيزونو په مرسته شوی دی، او دا چې په هکله يې لا پلټنې ادامه لري. تر بريد وروسته پوليسو ته بېړنی زنګ وهل شوی او په ښوونځي کې د پوليسو د ځانګړې قطعې پراخ عمليات تر سره شول.

پوليسو ويلي دي چې شکمن بريدګر يې په وينو لړلی د ښوونځي په ودانۍ کې موندلی او هغه يې نيولی دی.

آ./ا.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب