1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میاشتنی عادت څنګه د جنسي اړیکي پر غوښتنه اغیز لري؟

۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبه

د میاشتني عادت پرمهال، د هورمونو ترشح بدلیږي او په ډېرو ښځو کي احساسي او روغتیايي متفاوت حالت پيدا کيږي. دغه حالت د ښځو پر جنسي خواهش ډېر تاثیر لري، خو کاملاً عادي کار دی.

Frau küsst oder flüstert dem Mann ins Ohr
انځور: Svyatoslav Lypynskyy/Zoonar/picture alliance

ډېري ښځي یو ډول کیسې کوي: داسي وخت هم وي، چي سکس ته يې ډېر زیات زړه غواړي. 

د دوی دغه حالت ښايي چي د یوې ښې رابطې له پاره ډېر مهم وي، خو ډېر ژر دغه حالت پای ته رسیږي او تقریباً له یوه ګړي څخه بل ته يې حالت داسي بدلون کوي چي بيا يې هيڅ سکس ته زړه نه کیږي.

دغه شان، هغه د شهوت حس او جنسي غوښتنه چي يې ترمخه تر اندازې زيات ول، په یو وار پای ته ورسیږي. په دغه شان حالت کي معمولاً د يوې ښځي لا د سکس فکر په سر کي نه ورګرځي.

د جنسي اړيکي د غوښتني د بدلون ساینسي دلیلونه

په۱۹۸۰م کال کي یوه څېړنيز کار دا تصور ایجاد کړ، چي د هورمونو کچه په انسانانو کي د جنسي خواهش د بدلون سبب ګرځي، ځکه چي د میاشتني عادت پرمهال د هورمونو د ترشح سطحه بدلیږي.

د دغه څېړنیز کار لیکوالان دې پایلي ته ورسېدل، چي نه یوازي هورمونونه په مستیقیم ډول لکه اسټر وژن او بروژسټرون، بلکي د هورمونونو د ترشح په کچه کي بدلون هم د انسان پر اروايي او فزیکي بڼه اغېز کوي.

میاشتنی عادت، د هغه لومړۍ ورځي له پیل سره سم شروع کېږي، دا دوره په ښځو کي توپیر لري او په عام ډول له ۲۱ ورځو څخه تر ۳۵ ورځو پوري رسیږي. 

تقريباً د میاشتني عادت په نیمايي کي د ښځو د هګۍ ايښوول پيلیږي، رحم هره میاشت د ویني او نسجونو په ترکيب جوړلو سره میندوارۍ ته چمتووالی نیسي. دغه ترکیب ته د رحم داخلي پوښښ یا د رحم آستر ویل کیږي.

اړوند: څیړنه: د کورونا له واکسینونو وروسته د میاشتني عادت ډیریدل د اندیښنې وړ نه دي.

که ښځه میندواره یا حمله نه سي، په تخمدانونو کي د پروژسټرون او په وینه کي د اسټروژن کچه دومره کښته کیږي چي وینه بهېدل پیل سي. په دې ډول، د میاشتني عادت په لومړۍ نیمايي کي میاشتنۍ وینه بهیدل شروع سي.

په دې وخت کي د ښځو د جنسي اړيکي غوښتنه نسبتاً کمیږي، دلیل يې دا دی چي په وینه کي د اسټروژن کچه ډېره مخ پر کښته ځي. همدا سبب دی چي د میاشتني عادت یا حیض پرمهال ښځي له سختو دردونو څخه شکایت کوي. د فولیکولي مرحلې په شروع کیدو سره دا دردونه په چټکۍ سره بدلیږي. 

اسټروژن د جنسي اړیکي غوښتنه ډېروي  

هر څومره ژر چي د رحم له دننه څخه کوم مواد له ویني سره دباندي راووځي د هیپوفیز غده یو فولیکول هورمون تولیدوي او په دې ډول د نویو فولیکولونو تولید او چمتووالي ته لار هواریږي. د تخمدان فولیکولونه داسي ځای دي چي هګۍ یا تخمې هلته پرتې وي او هغوی هم اسټر وژن  تولیدوي. 

په کومه کچه چي فولیکولونه لویږي، په همهغه کچه د اسټروژن کچه او په ښځو کي د جنسي اړيکي غوښتنه ډیريږي. خو مهمه خبره دا ده چي په دې وخت کي نه یوازي ډېري ښځي ښه احساس کوي، بلکي د تېر په پرتله کولای سي چي ښه تمرکز هم وکړي.

میاشتنی عادت، د مېرمنو یو عادي ناروغيانځور: Ketty BEYONDAS/PHOTOPQR/JOURNAL SAONE ET LOIRE//picture alliance

په هغو ښځو کي چي د میندوارۍ د مخنیوي له پاره بېلا بېل درمل لکه ګولۍ او نور کاروي د هورمونو ترشح په دې ډول ژر بدلون نه کوي. دا ډول درمل له هر ډول بدلونونو په ځانګړي ډول د هورمون په ترشح کولو کي مخنیوی کوي.

اړوند: په افغانستان کی د جنسي تیري په تور د یوه آلماني سرتیري محاکمه

په ښځو کي د تخمګذارۍ پرمهال هم د اسټروژن کچه او هم د جنسي اړيکي غوښتنه ډېره لوړیږي. د اسټروژن د کچي لوړېدل د لوتئیني هورمون د خپرېدو سبب کیږي چي په خپل نوبت سره تخمګذارۍ ته لار هواروي. 

دغه یوه هګۍ چي په بشپړه ډول لویه سوې وي د فولیکول هغو ټیبونو ته استوي چي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کي هګۍ د سپرم په واسطه القاح کیدای سي او اسټروژن کولای سي چي په ښځو کي د جنسي اړيکي غوښتنه زياته کړي. 
پروژسټرون د جنسي اړيکي غوښتنه کنټرولوي

په دغه وخت کي، چي فولیکول د هګۍ کوربه دی په «corpus luteum» یا ژړ بدن بدلیږي دا د میاشتني عادت هغه دویمه دوره ده چي لوټیل نومیږي. 

په دې بهیر کي د تخمدان ژړ جسم په زیاته اندازه پروژسټرون او یوه اندازه اسټروژن تولیدوي او بالاخره دا پروژسټرون د ډېر جنسي خواهش وخت پای ته رسوي.

د میاشتني عادت پرمهال کار کيدونکي وسایلانځور: Annette Riedl/dpa/picture alliance

د خوشحالۍ دوره پای ته رسیږي او مسله جدي کیږي، د رحم دېوالونه د میندوارۍ له پاره پنډیږي او که چیري ښځه په رښتیا سره میندواره سي پروژسټرون هر هغه څه کوي چي له لاسه يې کیږي، ترڅو دا وضعیت همداسي روان پاته سي.

اړوند: په هند کې د محصلينو د میاشتنۍ مریضۍ د ارزونې ضد اعتراضونه

خو، که چیري ښځه میندواره نه سي، د تخمدان د ژړ بدن او د پروسټرون سطحه راکمیږي او پروژسټرون د راتلونکي میاشتني عادت او نوي دورې له پاره شرایط چمتو کوي. 
یوشمېر ښځي وايي چي د هغوی جنسي خواهش تر میاشتني عادت مخکي او ان په همدغه دوران کي زیاتیږي.

لیکواله: یولیا ورجین 

ژباړه : محمدابراهیم سپېڅلی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب