1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان د ګوند د رهبرۍ ټول مهم سیاستوال نیول شوي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د عمران خان د نیول کیدو په غبرګون کې له تشدده ډکو مظاهرو وروسته د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د رهبرۍ مهم سیاستوال هم نیول شوي دي. له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې تر اوسه د ۸ تنو مړينه تائیده شوې ده.

Pakistan Peschawar | Unruhen nach Verhaftung von Ex-Premier Imran Khan
عمران خان د نیول کیدو په غبرګون کې د ټول هیواد په کچه مظاهرې روانې ديانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

په پاکستان کې د اپوزیسیون ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) وایې چې د دې ګوند د رهبرۍ مهم غړی او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم د اسلام آباد د پولیسو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی. همداشان د عمران خان د پخواني کابینې وزیران فواد چوهدري او اسد عمر نیول شوي دي.  

د عمران خان تر نيول کیدو وروسته احتجاجونه

د اسلام آباد پولیسو د پي ټي آی د رهبرۍ د مهم سیاستوال د نیول کیدو په تائيدولو سره ویلي دي چې نوموړی د امنیت د اخلالولو د ګواښ په دلیل نیول شوی دی.

د اسلام آباد پولیسو په خپل ټویټ کې لیکلي دي: «په سازمان شوي شکل له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو ته د لمسونو پر ضد د امنیت اخلالو خطر په پام کې نیولو سره دغه نیونې ترسره شوې دي.»

پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تحریک انصاف لوړپوړی سیاستوال شاه محمود قریشي هم نیول شویانځور: Mary Altaffer/AP/picture alliance

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

په دې ټویټ کې زیاته شوې ده: «د پي ټي آی مرستیال شاه محمود قریشي، اسد عمر، فواد چوهدري، جمشید اقبال چیمه، فلک ناز چترالي، مسرت جمشید چیمه او ملیکه بخاري نیول شوي دي. دغه ټولې نیونې د قانوني پړاونو تر بشپړیدو وروسته ترسره شوي دي. کیدای شي نور کسان هم ونیول شي. د ولس په منځ کې د ګونګسیو د خپرولو او پارونې ډډه وکړئ.»

بل لور ته د لاهور پولیسو د تحریک انصاف د مشر عمران خان، شاه محمود قریشي، مراد سعید، علي امین ګنډاپور او یو شمیر نورو لوړ پوړو سیاستوالو پر ضد د قتل، چور او پر پولیسو د حملو او لسګونو نورو تورونو په اساس قضیې ثبت کړې دي چې یو شمیر قضیې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې د مادو پر اساس هم دي.

اته تنه وژل شوي او سلګونو ټپيان

د احتساب د ملي ادارې محکمې له خوا د اتو ورځو له پاره پولیسو ته د پي ټي آی د مشر سپارلو وروسته د ټول هیواد په کچه مظاهرو او د قانون نافذوونکو ادارو سره رامنځته شوو نښتو کې لږ تر لږه د اتو تنه مړینه او نږدې د ۳۰۰ تنه ټپي کیدل تائید شوي دي.

محکمه کې د عمران خان حاضرېدل؛ اسلام آباد کې شدید امنیتي تدابیر نيول شوي

د چارواکو په حواله نږدې ۲۰۰۰ پاریدلي مظاهره کوونکي نیول شوي دي. د چهارشنبې په ورځ د پي ټي آی د پلویانو او پولیسو ترمنځ ټوله ورځ نښتې او اخ و ډب رامنځ ته شو چې په پایله کې یې د پولیسو د حوزو ترڅنګ یو شمیر دولتي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

پر انټرنټ نسبي بندیز پرځای دی

د پاکستان په ډیر شمیر سیمو کې انټرنټي خدمات اوس هم په بد شکل اغیزمن دي او د ټویټر په شمول د ټولنیزو رسنیو ټولو پلیټ فارمونو ته لاس رسی ستونزمن دی. په دې لړ کې د لاهور عالي محکمې ته یو غوښتنلیک وړاندې شوی دی چې تمه کیږي نن به یې په هکله اوریدنه یا استماعي غونډه ترسره شي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د یادونې وړ ده چې حکومت د سه شنبې په ورځ د عمران خان تر نیولو روسته انټرنټي خدمات محدود کړي ول او له هغه وخت راهیسې کاروونکي یوټیوب، فیسبوک او د ټویټر په څیر د ټولنیزو رسنیو خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي. په دغه هیواد کې اوس هم د ګرځنده تلیفون، ۳ جي او ۴ جي خدمات اغیزمن دي.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب