1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ولې د شیخ رباطي په نوم سیاسي شنونکی نېولی؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

د شیخ رباطي په نوم هغه کس چې له څه مودې راهېسې یې په رسنیو کې د طالبانو په پلوي سیاسې بحثونو کې ګډون کاوه، ګويا طالبانو نيولی دی. طالبانو ولي هغه نيولی دی؟

طالب وسله وال
طالب وسله والانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې دویچه ویله ته تائید کړه چې د محمد حسین رباطي په نوم دغه سیاسي شنونکی استخباراتو نېولی دی. دغې سرچینې زیاته کړه: «شیخ رباطي اوس په استخباراتو کې بندي دی.»
په خواله رسنیو کې د دغه کس داسې ویډیوګانې لاس پر لاس کيږي چې ګویا نوموړی د پښتونخوا په کوټه کې د پاکستان د جمعیت ګوند په یوه لویه غونډه کې د پاکستاني پوځ په پلوي وینا کوي. 
د کابل پوهنتون یوه استاد فیض محمد ځلاند د نوموړي دغسې یوه وینا په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ده.


شیخ رباطي چې په دې وروستیو کې یې په ځايي رسنیو کې د طالبانو په پلوي څرګندونې کولې، په ټلویزوني بحثونو کې ځان د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخوند ته نیږدې کس باله.
هغه رسنیو ته ویل چې د طالبانو مشر یې له نیږدې لېدلی او د یوه ملګري په توګه یې ورسره ناسته پاسته لرلې ده.
نوموړي په یوه ټلویزوني بحث کې چې ولې ملاهیبت الله په عامه توګه نه راڅرګندیږي وویل، چې لاهم د افغانستان په فضا بې پيلوټه الوتکې ګرځي، ګویا نوموړی له هوا په نخښه کولو له ویرې نه غواړي په عام محضر کې ځان راښکاره کړي. 

اړوند مطالب:طالبانو دوه خبریالان نېولي
خو د طالبانو ادارې د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د شیخ رباطي په نامهٔ یو کس چې د څه مودې راهیسې په رسنیو کې راڅرګندېږي، امیرالمؤمنبن حفظه الله ته ځان نږدې معرفي کوي، غواړي په دې ډول د خپلو خبرو وزن ډېر کړي.»


دغه طالب ویاند زیاته کړې ده چې نوموړی د هغوی د مشر ملاهیبت الله اخوند او د هغه له اړوندانو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب