1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن لادن په موندلو کې مرسته کوونکی اوس په څه حال دی؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کوونکی ډاکتر په پاکستان کې د يوه خاين په توګه غندل کيږي خو امريکا یې اتل ګڼي. دغه ډاکتر شکيل آفريدی اوس د خپلې کړنې درنه بيه پرې کوي.

Shakil Afridi
انځور: dapd

د امريکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د القاعدې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کيدو لس کاله وروسته هم کومه داسې نخښه نه ترسترګو کيږي چې پاکستاني چارواکي دې د بن لادن په موندلو کې د مرسته کوونکی شکيل آفريدي جزا يو څه راکمه کړي.

ډاکتر شکيل آفريدي د واکسيناسيون پروګرام په پلمه د اسامه بن لادن د کورنۍ «ډي اين ای» په ترلاسه کولو سره د امريکا په لاس د هغه په وژلو کې مرسته کړې وه.

آفريدی اوس د پاکستان په ساهیوال کې په انفرادي بند کې شپې او ورځې سبا کوي. حسين حقاني چې پر اسامه بن لادن د بريد پر وخت په امريکا کې د پاکستان سفير وو، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «هغه اوس يوازې له دې وجې په زندان کې دی څو هر پاکستانی دا درس ترلاسه کړي چې د لویدیځ د استخباراتو سره د همکارۍ نتیجه داسې وي.»

د سي آی ای مشر د بن لادن د وژنې کيسه کوي

نوموړي زياته کړه: «په پاکستان کې د بن لادن شتون د توجېې يا په دې اړه د توضحاتو د ورکړې پر ځای، چارواکو ډاکتر آفريدی د بلا ډال ګرځولی دی.»

په زندان کې د آفريدي شپې او ورځې

د فرانسې خبري آژانس د آفريدي د ورور او د هغه له وکيل سره د مرکو له لارې د هغه د ورځني ژوند د معمول په اړه معلوماتو سره يوځای کړي دي ځکه چې آفريدی د خپلې کورنۍ او وکيلانو پرته له بل چا سره د خبرو اجازه نه لري.

د کورنۍ د غړيو په حواله یې هغه په خپله تقريباً ۵ مربع متر کوټه کې د ورزش په موخه ګرځي او کله کله «پش اپس» کوي. کورنۍ یې وایي چې هغه قرآن پاک لري خو د نورو کتابونو د لوستو اجازه نه لري.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن پخوانی پټنځایانځور: picture-alliance/dpa

زياته شوې چې په اونۍ کې يو ځل هغه د يوه ساتونکي په شتون کې خپله ږيره خرېې خو له نورو زندانيانو سره د تماس هیڅ اجازه نه لري. د کورنۍ غړي یې په مياشت کې دوه وارې له هغه سره د ملاقات اجازه لري خو يوه اوسپنیزه دروازه یې ترمنځ وي او په خپله مورنۍ ژبه پښتو د خبرو اجازه نه لري.

د شکيل آفريدي ورور وايي: «د زندان چارواکو موږ ته ويلي چې د سياست په اړه نه شو غږيدلی او نه هم د زندان د وضعيت په اړه.»

د بن لادن موندل

د پاکستان د وروسته پاتې قبايلي سيمې سره تړاو لرونکی دغه ډاکتر د سي آی ای له پاره په ايبټ آباد کې د اسامه بن لادن په پټنځای پسې د لټې په ترڅ کې يوه ستره مرسته وګرځيدله. 

امريکا په دې اړه د ثبوت ترلاسه کولو په لټه کې وه چې بن لادن همدلته دی. هغوی د «ډي اين ای» د ترلاسه کولو په موخه د آفريدي له لارې د اسامه په استوګنځای کې د واکسين يو کمپاين پر لاره واچوه.

د بن لادن زوی، حمزه څوک دی او راتلونکې به یې څه وي؟

دا چې د القاعدې شبکې د دغه مشر په پيژندلو کې د آفريدي رول څومره مهم وو، روښانه نه ده، خو نوموړی ډاکتر د اسامه بن لادن پر کور تر بريد څو اونۍ وروسته ونيول شو.

نوموړی په دې بريد کې د لاس درلودو په تړاو مجرم نه دی پيژندل شوی خو د قبايلي سيمو د ايف سي آر قانون پر اساس د يوې ترهګرې ډلې د مالي تمويل په جرم د ۳۳ کلونو بند په سزا محکوم شو.

د امريکا حکومت په وار په وار سره د آفريدي د نيول کيدو پر ضد احتجاج وکړ او څو کاله یې د يوې زندانۍ عافيه صديقي په بدل کې امريکا ته سپارلو خبره هم کیدله خو داسې يوه هوکړه تر اوسه نه ده شوې چې له مخې یې نوموړی آزاد شي.

د واشنګټن په ويلسن مرکز کې د جنوبي آسيا د برخې مرستيال مشر مايکل کوګلمين په دې اړه وايي: «دا روښانه ده چې آفريدی ډېر لوې قيمت پرې کوي.» د نوموړي په خبره هغه د هر څه له پاره ګرم وګڼل شو.

انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf

څو اونۍ تر مخه د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايډن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ او ویې ويل چې امريکا په افغانستان کې خپلو هدفونو ته رسېدلې ده او ولس ته د وينا پر وخت يې د بن لادن د وژلو يادونه وکړه خو د آفريدي په اړه هيڅ هم ونه ويل شول.

کوګلمن وايي: «له افغانستان څخه د ځواکونو ايستل او د دې په نتيجه کې له پاکستان سره د اړيکو د اهميت راکمیدل دې ته اشاره کوي چې آفریدی د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه توده موضوع لکه په ماضي کې چې وه، نه ده.»

په پاکستان کې ډيری شکيل آفريدي ته د خاين په سترګه ګوري. د واکسيناسيون په پلمه د بن لادن په موندلو کې د افريدي له مرستې راهيسې په پاکستان کې د واکسين کمپاينونو هم سخت زيان ليدلی دی او کورنۍ وار په وار له دې ډډه کوي چې خپل اولادونه د پوليو پر ضد واکسين کړي.

د پوليو واکسين پر پروګرامونو د وسله والو د بريدونو پېښې هم وخت نا وخته رامنځته کيږي.

په همدې منځ کې آفريدی په زندان کې له ټولې نړۍ څخه جلا په خپله ګوټه کې په ګرځيدو او د لمانځه په ادا کولو خپل وخت تیروي. د هغه ورور جميل آفريدی وايي: «هغه د ځيرک تليفون کارولو او ورځپاڼې او يا د يوه کتاب د لوستو اجازه نه لري.» نوموړی زياتوي: «هغه په انزوا کې ژوند کوي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب