1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شریف: د افغانستان خاوره دي د نورور پر وړاندي نه کارول کیږي

۱۴۰۳ مهر ۲۵, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سيمه ايزي همکاريو د پیاوړتیا په موخه د یو کمربند يوې لارې پروژې د پراختیا غوښتنه وکړه.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، مرکز اسلام اباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) غونډې ته خپله وینا کوي.
په اسلام آباد کې د شانګهای همکارۍ سازمانانځور: Press Information Department via AP/picture alliance

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د شانګهای د همکاريو سازمان په غونډه کي وويل چې د افغانستان له خاوره باید د نورو هېوادونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پاره ونه کارول شي.

شريف په خپله وينا کې وويل، افغانستان چې د جنوبي او مرکزي اسيا تر منځ پروت دى باید ثبات ولري او دا د شانګهاى د همکاريو سازمان د غړو هيوادونو له پاره د سوداګريزو فرصتونو د بشپړ تحقق له پاره اړينه ده.

د پاکستان لومړي وزیر د يوه سوله ايز افغانستان غوښتنه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد خاوره باید په نورو هېوادونو کې د تاوتریخوالي له پاره ونه کارول شي.

شریف پداسي حال کې دغه څرګندونې کړي چې په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او چارواکي وايي پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې دا تاوتریخوالی تنظیموي.

خو په کابل کې بیا د طالبانو اداره هر ځل دغه تورونه ردوي.

د يوه کمربند يوې لارې پروژو پر اهمیت ټینګار

د شانګهای د همکارۍ سازمان په يوروآسیا کې یوه امنیتي او سیاسي ډله ده چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په اسلام اباد کې تاسیس شوه. دا غونډه د چین، روسیې او هند په ګډون د ۱۱ هېوادونو د چارواکو په حضور کې جوړه شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په دې غونډه کې د ګډون له پاره له یوې لسیزې وروسته اسلام اباد ته سفر کړی دی. په ورته وخت کې د کشمیر پر سر د نظر اختلاف له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خورا سړې دي.

د یادې غونډي د مشر په عنوان شریف زیاته کړه: «د يوه کمربند يوې لاري په شان د جمهور رئیس شي جین پینګ د نوښت په شان پروژې چې په سیمه کې د سړک، اورګاډي او بنسټيز ډيجيټل تاسيساتو ته پراختيا ورکوي بايد زياتي شي.»

د يوه کمربند يوې لارې نوښت د نړۍ د انرژۍ او بنسټيزو شبکو د پراختيا له پاره د يو ټريليون ډالرو يو پلان دی چې چين يوه لسيزه مخکې د ځمکې او سمندر له لارې له افريقا او اروپا سره د اسيا د نښلولو له پاره پيل کړی دی. د پیکنګ سیالان دې پروژې ته د چین د جیو پولیټیک او اقتصادي نفوذ د پراخولو له پاره د یوې وسیلې په سترګه ګوري.

چين: افغانستان کې ديپلوماتانو ته اړتيا لرو

06:15

This browser does not support the video element.

د دې پروژې سره په سیالۍ کې، لوېدیځ هیوادونه چې د جي اووه غړي دي، تیر کال د ۶۰۰ ميلیارده ډالرو پلانونه اعلان کړل څو د زیربناوو د پراختیا پلان پیل کړي.

د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) د یوه کمربند یوې لارې د نوښت برخه ده، او بیجینګ دغه جنوبي آسیا هیواد ته د سړکونو شبکې، ستراتیژیک بندر او هوایی ډګر له پاره ميلیاردونه ډالر ځانګړي کړي دي.

په دې اړه هم ولولئ: چين له افريقا سره د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا په هڅه کې

شريف وويل، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به د همکارۍ په پياوړتيا کې مرسته وکړي او زياته يې کړه چې د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي د شانګهای د همکارۍ سازمان په لسو بشپړو غړو هېوادونو کې ژوند کوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه په وروستیو کلونو کې تر ټولو لویه غونډه ده چې پاکستان یې کوربه توب کوي، په داسې حال کې چې پخپله د دغه هيواد وضعیت هم کړکېچن دی. په دغه غونډه کې د چين د صدراعظم لي چيانګ په ګډون اووه  صدراعظمان ګډون لري.


ش. ا/ ن. زHs/af (Reuters, AP)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب