1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: افغانستان کې د بې ځایه کېدو لاملونه بدل شوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو تازه رپوټ وايي چې جګړه نور په افغانستان کې د کورني بې ځایه کېدو اصلي لامل نه ګڼل کیږي. د کورني بې ځایه کېدو نوي لاملونه څه دي؟

Afghanistan Winter & Schnee in Kabul | Kinder, Binnenflüchtlinge
انځور: Reuters/M. Ismail

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR په تازه رپوټ کې راغلي دي چې جګړه نور په افغانستان کې د بې ځایه کېدو لامل نه ده.

د رپوټ پر اساس افغانستان اوس د بې ځایه کېدوله یو سخت ناورین سره مخامخ دی، چې له مخې یې ۳،۲۵ میلیونه خلک په کور دننه بې ځایه شوي او ۵،۵۳ میلیونه د کډوالو په توګه په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

د کورنۍ بې ځایه کېدو نوي لاملونه

د یو ان اچ سي ار تازه رپوټ وايي چې د بشري حقونو ناوړه وضعیت، د بې وزلۍ زیاتېدل او له پښو لوېدلی روغتیاي سیسټم هغه نوي لاملونه دي چې له مخې یې افغانان بې ځایه کیږي.

ملګري ملتونه وايي، د بشري حقونو جدي نقض له دې ډلې له محکمې پرته وژنې، خپلسرې نېونې او د چارواکو په لاس شکنجې او ځورونې دوام لري. د ویناخپلواکي، غونډې، ناستې په منظم ډول محدودیږي، د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کیږي.

افغانستان کې شاوخوا ۳،۲۵ میلیونه وګړي په کور دننه بې ځایه شويانځور: DW/S. Tanha

په رپوټ کې راغلي: «تر څو کلونو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته لاسرسی درلود، د وضعیت ښه کېدا یو ان اچ سي ار ته دا فرصت برابر کړ چې اړتیاوې په سمه توګه وسنجوي او هغوی ته لاسرسی ومومي.»

اقلیمي بدلون

سره له دې چې اقلیمي بدلون په کور دننه د بې ځایه کېدویو له پخوانیو لاملونو ګڼل کیږي، خو په دې وروستیو کې دغه لامل اندېښنې لاپسې ډېرې کړي.

د یو ان اچ سي ار د ۲۰۲۲م کال رپوټ وايي یواځې په روان کال کې سختو زلزلو ۴۸ زره کورنۍ په مستقیم ډول تر اغیز لاندې راوستي او د ژمي په راتګ سره ۱۵۷ زره کسان بیړنیو مرستو ته اړ دي.

رپوټ زیاته کړې چې په ۲۰۲۲م کال کې پر نړېوالو بشردوستانه مرستو تکیه دوام موندلی خو ترڅنګ یې په سیمه ایزه کچه د همغږی سرچینو کمښت لا سخت شوی.

د ملګرو ملتونو رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۲۲م کال کې اجباري او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستنېدنه ډېره وه له بل لوري کورني بې ځایه شوي له کومې سلا مشورې او همغږۍ پرته په زور خپلو مېنو ته ستانه کړل شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

کونړ: د جګړو بې ځایه شوي له تریخ ژونده سر ټکوي

05:05

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل