1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د ډزو په پيښه کې ۳ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبه

د امریکا د انډیانا ایالت د خریدارۍ په یوه مرکز کې یوه وسله وال کس ډزې کړي دي. په دې پيښه کې ۳ تنه وژل شوي او ډیر نور ټپیان دي. پولیس وایي وضعیت تر کنترول لاندې دی او په سیمه کې کوم فعال خطر نشته.

Schüsse in Einkaufszentrum in Indiana
انځور: Kelly Wilkinson/The Indianapolis Star via AP/dpa/picture alliance

د ګرین ووډ سیمې پولیسو په یوه تویتري پوست کې ویلي دي چې په وژل شوو کې پخپله ډزې کوونکی کس هم شامل دی. د پولیسو په وینا «هغه د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو ویشتل شوی.»

د ګرین ووډ د پولیسو څانګې مشر جیم آئسن وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې ډزې کوونکی شخص له ټوپک سره د ګرین ووډ پارک د خریدارۍ مرکز ته ننوت او پر خلکو یې ډزې وکړې.

د پولیسو مشر آئسن زیاته کړې چې یوه ۲۲ کلن ځوان چې قانوني وسله یي درلوده او په دې وخت کې د مارکېټ له څنګ څخه تیریده، هغه کس یي په ډزو و ویشت او لمنځه یې یووړ، چې پر خلکو یي ډزې کولې.

جیم آئسن وویل: «د نن اصلي اتل هغه کس دی چې د خریدارۍ مرکز د خوړو په دې برخه کې پر قانوني وسله سمبال و او د ډزو له پيلیدو سره سم وتوانید د ډزې کوونکي مخه ونیسي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل