کراچۍ؛ د ګل پلازه د اورلګيدنې د مړو شمیر ۱۴ تنو ته لوړ شوی
۱۴۰۴ دی ۲۹, دوشنبه
چارواکو ويلي دي چې د اطفایې ادارې کارکوونکو د يکشنبې د شپې ناوخته د ګل پلازه په نامه تجارتي مرکز کې لګيدلی اور شا او خوا ۲۴ وروسته کنترول کړ او د ژغورنې عملې وشو کولی چې ودانۍ ته داخل شي څو هلته د بندو کسانو د ژغورلو هڅه وکړي.
د سيند د ایالتي حکومت وياندې سعدیه جاويد، د آلمان خبري آژانس ته وويل: « لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. نور ۳۸ کسان ټپيان دي او انديښنه موجوده ده چې د مړو شمير ښايي لوړ شي.»
تر دې مخه د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب، وويل چې څلور جسدونه د شپې را ايستل شوي دي چې دې د مړو شمیر لږ تر لږه ۱۰ کسانو ته لوړ کړی وو.
اړونده موضوع: پاکستان: په اورګاډي کې د اورلګېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي
خو د پوليسو يوې چارواکې ډاکتر سوميه سعيد، وويل چې تر اوسه د کراچۍ ملکي روغتون ته پنځه جسدونه ليږدول شوي دي، په داسې حال کې چې سيمه ایزې رسنۍ بيا په دې اورلګيدنه کې د لږ تر لږه ۱۴ کسانو د مړينې خبر ورکوي.
د کراچۍ ښار د ژغورنې د خدماتو مشر ډاکتر عابد جلال شيخ، وويل چې په تجارتي مرکز کې دا اور شنبه د شپې ناوخته ولګيد او ډېر ژر د سنګار توکو، ټوکرو او پلاستکي توکو په دوکانونو کې خپور شو.
په لسګونو کسان لادرکه دي
د يکشنبې د شپې د پاکستان د سند ایالت وزير اعلی مراد علي شاه، وويل چې د کورنيو د معلوماتو پر اساس د کابو ۶۰ کسانو د لادرکه کيدو رپوټونه ورکړل شوي دي چې تر دې وروسته د لټون عمليات پر لاره واچول شول.
د اطفایې ادارې يوه بل لوړپوړي چارواکي همايون احمد، سيمه ایزو رسنيو ته وويل چې شديد اور جسدونه سخت زيانمن کړي دي.
د سيمه ایزو رسنيو په حواله د لادرکه شويو کسانو ځيني خپلوان نن، دوشنبه د يوه ښه خبر د اوريدو په تمه د تجارتي مرکز مخې ته راټول شوي دي.
يوې ښځې په داسې حال کې د خپل لادرکه زوی د موندلو غوښتنه کوله چې چيغو چيغو یې ژړل. دغه سړی د شنبې په ورځ د اورلګيدنې پر وخت په دغه تجارتي مرکز کې دننه وو او له هغه وخت راهېسې له کورنۍ سره اړيکه نه ده نیولې.
د اورلګيدنې علت تر په سملاسي توګه نه دی روښانه شوی خو پوليسو ويلي دي چې اور د دلیل په هکله پلټنې روانې دي.
کراچۍ چې د پاکستان د سند ایالت پلازمينه او يو ستر تجارتي ښار دی، د خونړيو اورلګيدنو تاريخ لري چې علت یې تل د خوندیتوب ناقص معيارونه او په غیر قانوني توګه د ودانيو جوړول په ګوته کيږي.
د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې په يوه بازرا کې اورلګيدنې د ۱۰ کسانو ژوند اخیستی وو او ۲۲ نور یې ټپيان کړي ول.
په ۲۰۱۲م کال کې هم د کراچۍ د ټوکر جوړونې په يوه کارځای کې شديدې اورلګدنې د ۲۶۰ کسانو ژوند اخیستی وو.