له شولڅ څخه له طالبانو سره د اړيکو د عادي کېدو غوښتنه
۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سهشنبهد منځنې آسیا د یو شمېر هېوادونو رهبرانو له شولڅ څخه دغه غوښتنه د قزاقستان په پلازمينه کې د يوې غونډې پر مهال کړې ده.
آلمان په افغانستان کې د حاکمو طالبانو منتقد دی او په افغانستان کې ېې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د دوو لسیزو پوځي ماموریت په جریان کې د دغه ماموریت د ېوې برخې په توګه په افغانستان کې خپل پوځیان لرل.
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو په یوه غونډه کې د ګډون له پاره د قزاقستان پلازمینه آستانه کې دی. د دغو پنځو هېوادونو له ډلې درې ېې، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان له افغانستان سره ګډې پولې لري.
شولڅ د سه شنبې ورځې په غونډه کې د افغانستان په هکله خپل نظر کې محتاط پاتې شو او د افغانستان په تړاو ېې په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو لګولو شوو محدودیتونو ته اشاره وکړه.
هغه زیاته کړه: «هلته چې کوم څه روان دي د نه تحمل وړ دي. دا زموږ له پاره ډېره روښانه ده چې د طالبانو حکومت په نامشروع توګه واک ته رسېدلی او په حاضر وخت کې چې کوم تحولات په دغه هېواد کې راځي، ډېر خواشیني کوونکي دي.»
طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د غربي ځواکونو تر وتلو وروسته واکمن شول. د افغانستان پخوانی حکومت چې د لوېديځ ملاتړ ورسره وو، ژر ړنګ شو. د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلي.
mks/nz(dpa)