طالبانو د اخراج په تړاو له آلمان سره د همکارۍ وړانديز کړی
۱۴۰۳ بهمن ۲۶, جمعه
د آلمان پولیسو ويلي دي چې په مونشن کې پر خلکو د موټر ځغلونې عامل یو افغان دی.
د آلمان د بایرن ایالت په مرکز مونشن ښار کې د پنجشنبې ورځې په سهار (۲۰۲۵م کال د فبروري ۱۳) یو کس پر مظاهره کوونکو موټر وروځغلاوه چې د پولیسو په وینا ۲۸ کسان ېې ټپیان کړل. د آلمان پولیسو وویل چې د پېښې مشکوک عامل یو ۲۴ کلن افغان دی چې سملاسي ونیول شو. هغه د مونشن ښار په مرکز کې د کارګرو یوې اتحاديې پر مظاهره کوونکو موټر وروځغلاوه.
ورته نور ولولئ: د دریو افغانانو په ګډون ۷ مهاجر له آلمان څخه بلغاريه ته اخراج سول
د آلمان خبري آژانس د یو رپوټ پر اساس، تر دغې پېښې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت له آلمانه د افغانانو د اخراج بهیر په اسانه کولو او په دې تړاو له آلمان سره خبرو اترو ته لېوالتیا ښوولې ده.
طالبانو ېې په بدل کې له آلمانه په دغه هيواد کې د افغانستان د قونسلي ماموریت غوښتنه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وويل: «موږ په آلمان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو ادامې ته چې د مهاجرت ټول مسائیل په بر کې نیسي، خپل تمایل ښوولی دی.»
طالبان د پاکستان له طریقه د افغانانو اخراج ردوي کوم چې تر دې مخکې ېې برلین ارزونه کړې. طالبان وايي د پاکستان له طریقه د افغانانو د اخراجولو وړاندیز، موجوده کنوانسیونونه نقضوي.
ورته نور ولولئ: افغان مهاجر په پاکستان کې يو ځل بيا له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي
بلخي د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ د غیرمنظمو پروسیجرونو منلو ته تیار نه یوو کوم چې له افغانستانه دور ووهي او زموږ ملي امنیت ته یو ګواښ وي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه هغه افغانان چې په آلمان کې په جرم او جنایت محکوم شوي او اخراجيږي، افغانستان ته تر رسېدو وروسته ېې پر احتمالي سزاو هم باید په دوه اړخیزه توګه بحث وشي.
خو منتقدان په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د دا ډول مذاکراتو مخالف دي او وايي طالبان به له دغو اخراجونو له یو غربي هېواد سره د همکاري کولو له پاره د یو فرصت په توګه استفاده وکړي.
ورته نور ولولئ: افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د حل لاري غوښتنه
طالبان په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان حاکم شوي، خو حکومت ېې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان په دغه موده کې د نړېوال مشروعیت تر لاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي.