1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: طالبان له ښځو سره سیستماتیک تبعیضي چلند کوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وايي چې د طالبانو نیږدې ۵۰ فرمانونه ټول د ښځو د مدنی آزادیو پر ضد دي.

آرشیف انځور: طالبانو د ښځو په اړه تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي
آرشیف انځور: طالبانو د ښځو په اړه تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړيانځور: Lizette Potgieter/medica mondiale

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپوټ ورکوونکي او ښځو سره د تبعیض پر وړاندې د کارې ډلې رپوټ وايي چې طالبانو د۲۰۲۱م کال څخه د ۲۰۲۳م کال تر مۍ میاشتې تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي.

رپوټ زیاتوي: «نن ورځ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د دوی د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسي په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.»

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

په رپوټ کې راغلي دي چې دغه فرمانونه د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر له ۱۸ مې پيل شول چې پکې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګید. دغه بندیز لا دوام درلود چې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر پر ۲۰مه نېټه په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو دوام هم وځنډول شو.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

29:30

This browser does not support the video element.

موټروانانو ته له «مناسب حجاب پرته» موټر ته د ښځو نه پورته کول، له محرم پرته د سفر کولو نه اجازه، پارکونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي محدودول، او له محرم پرته په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې د ښځو د سفر بندیز، ښځو ته د «مناسب حجاب» او په غوره توګه د چادري اغوستل، د حکومت له ښځینه کارکوونکو څخه پر کور د پاته کیدو غوښتنه او یوشمېر نور د دغه ډول فرمانونو بیلګې دي.

دغه رپوټ له ۷۹ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی چې ۶۷ یې ښځې او ۱۲ یې نارينه ول، چې له دې ډلې په ۶۳ کسانو کې ۵۱ ښځې او ۱۲ نارينه یې په افغانستان کې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي د دغه رپوټ په اړه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دغه رپوټ د افغان ښځو غږ دی...»

د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپوټ ورکوونکي په رپوټ کې راغلي دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په اجباري ودونو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.

یواځې د ۲۰۲۲م کال له ډېسمبر او ۲۰۲۳ د فبروري میاشتو ترمنځ، IOM د اجباري ودونو ۵۷۸ قضیو جلا راپورونه ترلاسه کړي چې ۳۶۱ یې د ماشومانو ودونه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب