د هندوستان د ګوا ایالت اعلی وزیر، پرامود ساونت، په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغې «پېښې سخت خپه کړی دی.» پېښه د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د ګوا ایالت د شیرګاو کلي په لایرای ديوي معبد کې رامنځ ته شوې ده.
ساونت خبریالانو ته وویل: «شپږ کسان حتی مخکې تر دې چې روغتون ته ورسول شي، مړه شوي دي.»
د ګوا ایالت د عامې روغتیا وزیر، ويشواجیت رین، وویل چې په دغه ازدحام کې «نژدې ۸۰ کسان» ټپیان شوي هم دي.
وزیر زیاته کړه: «د پنځو ټپیانو وضعیت نازک دی چې وينټيلاټورونه (د مصنوعي تنفس ماشين) ورته لګول شوي دي، او پاتې نور هم په عاجلو برخو کې تر ځانګړو درملنو لاندې نیول شوي دي.»
د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي دفتر د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
لایرا زاترا د هندوستان په ګوا ایالت کې د هندوانو یو له مهمو مراسمو څخه دی چې د اور په سر ګرځېدو سره لمانځل کيږي.
د هندوستان د مذهبي مراسمو او جشنونو په ګڼه ګوڼه کې مرګونې پېښه معمول دي. د روان کال په سر کې د هندوانو د کومبه په نوم لویه مذهبی میله کې هم لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شول.
له آرشیف څخه:
۴۰۰ ميليونه هندوان د کومب په مېله کې
په هند کې د مها کمب ميله پېل شوه
انځور: Abdul Rauoof Ganie/DWد هند د پرياګراج په ښار کې د کمب مېله پیل شوه چیرې چې درې مقدس رودونه سره یوځای کیږي. په سهار وختي، زیارت کوونکي د اوبو په لور ورمات شول هغه يو ځای چې عقیدې او خوشالۍ سره یوځای کیږي.
انځور: NIHARIKA KULKARNI/AFP/Getty Imagesله ټول هند څخه د زيارت کوونکو ورتګ
دغې مېلې ته د هند له بيلو برخو څخه زيات شمېر انسانان ورغلي دي. د ميلې پر وخت د هندو دين نارنجې جامې لرونکي سادوګان هم په لوی شمېر شرکت کوي.
انځور: Adnan Abidi/REUTERSد عقیدې او وجدان د پاکولو غسل
هندوان عقیده لري چې د کمب مېلې پر مهال غسل کول ګناهونه پاکوي او نجات راوړي. زیارت کوونکي وايي چې په مقدسو اوبو کې د دوی غسل د ژوند یو ځل موقعه ده.
انځور: Abdul Rauoof Ganie/DWد زیارت کوونکو ستر کاروانونه
د هند له بيلو سيمو څخه ګډون وال په ورځو ورځو له سفر وروسته د مېلې ځای ته رسيږي. د عقیدې دا عظیم سفر د دوی لپاره له ډیر انتظار څخه وروسته رښتیا شوی وي. ټول ګډونوال په مقدسو اوبو د غسل کولو لپاره تلوسه لري.
انځور: Abdul Rauoof Ganie/DWپه جشن کې سرې جامې لرونکي راهبان او درویشان لیدل کیږي. د هندوانو په عقيده هغوی خلکو ته برکت ورکوي او دا ښکاره کوي چې دا یوه ستره مذهبي او کلتوري غونډه ده. خلک د ډولونو و تال او ترپ ته خوشالۍ او رقصونه کوي.
انځور: NIHARIKA KULKARNI/AFPد پولیسو د پرله پسې ګزمې روانې دي ترڅو د زیارت کوونکو امنیت خوندي کړي. د لویې میلې لپاره د لادرکه او موندلو مرکزونه جوړ شوي، او د یو ځانګړي اپلیکیشن له لارې زیارت کوونکي خپلې کورنۍ سره بیا یوځای کیدلی شي
انځور: Abdul Rauoof Ganie/DWد کمب مېلې لپاره ۱۵۰ زره تشنابونه جوړ شوي او پخلنځي د یو وخت لپاره تر ۵۰ زور زياتو کسانو ته خواړه ورکولی شي. د دې تر څنګ ۶۸ زره ال ای ډي څراغونه نصب شوي دي. دا روښانه څراغونه د فضا څخه هم لیدل کیږي.
انځور: NIHARIKA KULKARNI/AFPلومړي وزير نریندر مودي دې موقعې ته د یوې "الهي موقعې" په توګه اشاره کړې ده. د هند حکومت د دې جشن لپاره ستره همکاري کړې. د هنديانو په وينا دا یو فرصت ده چې د عقیدې، وقف او کلتور په یووالي کې خلک سره یوځای کوي.
انځور: REUTERS