1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااتریش

اتریش: شپږ ځوانان د خپل ښوونکې د زورونې په تور محکوم شوي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۹, سه‌شنبه

په اتریش کې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ شپږ ځوانان چې سنونه يې د ۱۴ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، د یوې ښوونکې د زورونې په تور په بند محکوم کړي دي. د یوه اصلي تورن په ګډون دوه يې افغانان دي.

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د یوې محکمې انځور
آرشیف انځور: په اتریش کې یوې محکمې شپږ تنه تنکي ځوانان د یوې ښوونکې د زورونې په تور محکوم کړيانځور: Weingartner-Foto/picturedesk.com/picture alliance

په اتريش کې يوې محکمې د دوشبنې په ورځ (د اکتوبر ۲۰ نیټه) شپږ تنکي ځوانان چې د ۱۴ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمرونه لري د یوې ښوونکې د جنسي زورونې، اخاذۍ او غلا په دوسیه کې په بند محکوم کړي دي. 

د دې قضیې درې اصلي تورن کسان چې محکوم شوي دي د عراق، رومانیا او افغانستان اتباع دي. دوه اتریشي ځوانان، یو افغان او یو بل کس چې هویت یې نه دی تثبیت شوی، د دې قضیې نور تورن کسان دي.

د ویانا د سیمه ایزې محکمې قاضي دوه تورن کسان په ترتیب سره د درې نیم او درو کلونو بند په سزا محکوم کړي دي. ټول تورن کسان د ۴ تر ۱۸ میاشتو ترمنځ بند په سزا محکوم شوي دي چې د ځینو د بند موده تعلیقي ده. دغه احکام تر اوسه پورې نه دي پلي شوي.

قضیه څنګه وه؟

د دې دوسیې اړوند یوه کس برائت ترلاسه کړی دی. دغه کس چې د دغې ښوونکې پخوانی شاګرد و، یو کال مخکې یې له دې ښوونکې سره د موافقې پر اساس اړیکې ټینګې کړي وې. وروسته دغه ښوونکې د هغه له دوستانو سره اشنا شوه چې د هغې په خبره ځان یې د یوه بانډ غړي بلل. په هغه وخت کې دغه ښوونکې ۳۰ کلنه وه او دغه زده کوونکی ۱۶ کلن و.

د محکمې په وینا ثابته شوې ده چې وروسته دغه ښوونکې په داسې حال کې چې نشه ایي توکو اغیزمنه کړې وه، د دغې ډلې د تنکیو ځوانانو له خوا د جنسي تیري او جنسي زورونې ښکار شوې ده.

ولې د بایرن ایالت د رد شوو افغانانو پر اخراج ټینگار کوي؟

09:15

This browser does not support the video element.

قاضي ویلي دي چې دغې ډلې له دې ښځې څخه د مخدره موادو ترلاسه کولو، تنباکو، خوراک څښاک او ټکسي د کرایې له پاره په زوره پیسې اخیستي دي. همدرانګه دغې ډلې د هغو ویډیوګانو په وسیله چې دغه ښځه پکې د جنسي عمل او مخدره موادو د استفادې په حال کې ښوول کیږي، باجګیري کړې ده.

یو شمیر تورن کسان د قصدي اور لګونې او غلا په دوسیه کې مجرم ګڼل شوي دي. په داسې حال کې چې دغه ښوونکې په تیره  جنوري مياشت کې په رخصتۍ کې وه، دغو ځوانانو د هغې اپارتمان ته اور اچولی دی او قیمتي توکي یې ځنې غلا کړي دي.

محکمې تر ډیره بریده د ښوونکې څرګندونې منلي دي او قاضي د هغې خبرې معتبره ګڼلي دي.

څارنوالانو ویلي دي چې د دغو ځوانانو له خوا شوي جرمونه «واقعاً جدي» دي. څارنوالۍ زیاته کړې ده په داسې حال کې چې ښوونکې پر خپلو تیروتنو چې «تل له ټولنیزو معیارونو سره سمون نه خوري» اعتراف کړی دی، خو دغه ځوانان د قانوني تعقیب لاندې راغلي دي.

تورنو کسانو په قصدي اور لګونې او د مالونو د غلا کولو په جرمونو اعتراف کړی دی، خو د ناوړه استفادې او اخاذۍ تورونه یې رد کړي دي او ادعا یې کړې ده چې جنسي اعمالو په رضایت صورت نیولی دی.

یوازې هغه تنکي ځوان پښیماني ښودلې ده چې برائت یې ترلاسه کړی دی او ویلې یې دي: «زه د هغه څه له کبله چې شوي دي خواشینی یم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب