1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د أذان پر سر نوې لانجه

۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه

په هند کې په لاود سپيکر کې د أذان پر سر نوې لانجه رامنځته شوې. د آله آباد پوهنتون مرستيالې مشرې سيمه ایز حکومت ته عريضه وړاندې کړې چې پر لوړ غږ اذان کولو دې بندیز وضع شي.

Bildergalerie Megacities Delhi
انځور: Fotolia/jacek_kadaj

د آله آباد پوهنتون مرستيالې مشرې پروفيسر سنګيتا سريواستوا سيمه ایزې ادارې ته ليکل شوی شکايت وړاندې کړی دی چې د أذان له کبله د هغې خوب اخلاليږي. هغې زياته کړې چې د کم خوب له کبله یې پر سر درد وي او خپل کار په سمه توګه پرمخ نه شي وړلای.

نوموړې په دې عريضه کې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې حل ولټول شي.

په هند کې د أذان پر ضد تندلارې هندو ټولنې او همدا راز بېلا بېلې ډلې غږونه پورته کوي، خو په دې وروستيو څو کلونو کې د لاود سپيکر له لارې له أذان سره مخالفت پر ډېريدو دی.

د آله آباد پوهنتون د مرستیالې مشرې له خوا شکايت د همدې کړۍ برخه ده. نوموړې د شکايت په دغه عریضه کې ويلي: «زه د کوم مذهب، ذات او يا نسل پر ضد نه يم خو هغوی پرته له مايکروفونه هم أذان کولی شي تر څو نور ونه ځوريږي. د روژې په مياشت کې د پيشلمي له پاره اعلانونه آن څلور بجې پيليږي چې دا نور خلک [د نورو مذهبونو پيروان] ځوروي. د هند اساسي قانون ټولو مذهبونو ته د سوله ایز ګډ ژوند ضمانت ورکړی دی چې د عملي کولو اړتيا يې ليدل کیږي.»

قضيه سياسي رنګ خپلوي

آله آباد پوهنتون ته څېرمه د پراته تاريخي لال مسجد انتظامي کميټې که څه هم په خپله د لاود سپيکر غږ يو څه ټيټ کړی دی او د هغه مخ یې بل لوري ته ګرځولی خو اوس دا قضيه د سياسي کيدو پر لور روانه ده.

بېلا بېلو سياسي ډلو پر أذان د بندیز پر ضد په ښار کې مظاهرې وکړې. د اپوزيسيون د کانګرس ګوند سره تړاو لرونکې د محصلينو ټولنې «اين ايس يو آيي» د آله آباد د مرستيالې مشرې کاريکاتور ته اور ورته کړ او ویې ويل چې دا کار د برحاله حکومتي »بي جی پي گوند« چل دی، چې غواړي د مذهبونو ترمنځ نفرت او کرکه ډېره کړي.

د دې ټولنې غړيو پر أذان د بندیز غوښتنه په ککله رد کړه او پوښتنه یې وکړه چې ولې يوازې أذان د خلکو خوب خرابوي او د هندوانو عبادتونو لکه بهجن، کيرتن، آرتي او کتها چې په تر څ کې ډېر شور رامنځته کيږي، ولې څوک نه په عذابوي.

د مذهبي مشرانو غبرګون

د هند د مسلمانانو نماينده ټولنې «آل انډيا مسلم پرسنل لاء بورډ» غړي او د لکهنو د ديني مدرسې فرنګي محل مشر مولانا خالد رشيد فرنګي په دې اړه وويل: «د أذان په اړه د آله آباد پوهنتون د مرستيالې مشرې له ليک سره خپل کلک مخالفت څرکنده وو. هغه بايد پوه شي چې هند د ګنګا جمنايي تمندن له پاره مشهور دی. دلته خلک د يو بل مذهبي احساساتو ته درناوې کوي. همدا وجه ده چې له مسجدونو د أذان او مندرونو د بهجن او کيرتن غږونه اوريدل کيږي.»

نوموړي زياته کړه: «په دې د هيچا خوب نه خرابيږي. له دې کبله د دې ډول مسلو په راپورته کولو سره بايد خلک بې لارې نه کړای شي.» مولانا خالد رشيد فرنګي زیاته کړه چې د أذان په اړه چې د هيواد سترې محکمې کومه پريکړه کړې ده، هغه په ټولو جوماتونو کې عملی کیږي.  

تير کال د لکهنو سترې محکمې په يوه پريکړه کې ويلي ول چې که څه هم چې أذان د لمونځ لازمي برخه ده، خو د لاود سپيکر يا بلې کومې وسیلې په مرسته یې غږ لوړول د مذهب اړينه برخه نه ده.

په ۲۰۱۷م کال کې د بالي وډ مشهور سندرغاړې سونو نګم هم د أذان په اړه يو لانجمن تويت کړی وو. هغه ويلي ول: «زه مسلمان نه يم خو بيا مې هم د أذان غږ راويښوي. په هند کې به تر کومه د مذهبي تیري دا لړۍ روانه وي.«

ب. ص/ ن. ز (جاويد اختر، نوی ډهلی)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب