1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان: د پسرلي په وروستۍ ورځ واورې بزګران اندیښمن کړي

۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

د افغانستان په مرکزي بامیان ولایت کې د پسرلي په وروستۍ ورځ واوره وریدلې چې له کبله یې بزګران د زراعت زیانمنیدو ته اندیښمن شوي دي.

Afghanistan I Bamyan - Schnee in der heißen Jahreszeit
انځور: Asiya Rahimi

د افغانستان په مرکزي بامیان ولایت کې د پسرلي په وروستۍ ورځ واوره وریدلې چې له کبله یې بزګران د زراعت زیانمنیدو ته اندیښمن شوي دي. سربیره پر دې، په دغه ولایت کې د واورې ورښت د دې ولایت اوسیدونکي او د ټولنیزو شبکو کاروونکي هم حیران کړي دي.

غلام سخي نبي زاده چې د بامیانو له زراغت پوهنځي فارغ شوی دویچه ویله ته وویل: «د کال په دې فصل کې د واروې ورښت پر کرنې، زراعتي ځمکو او میوه لرونکو ونو باندې ناوړه اغېز لري او د هغوی له پاره د مختلفو زراعتي ناروغیو لامل کیږي.«

د کارپوهانو په باور په نړۍ کې اقلیمي بدلون د دغه راز پیښو سبب ګرځي چې له کبله یې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې سخت ورښتونه، سیلابونه او یا هم په ځنګلونو کې اورونه رامنځ ته کیږي.

افغانستان هم سږ کال له وچکالۍ سره مخامخ وو. د بامیان ولایت اوسیدونکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې هم د ورښت کچه ټیټه وه او دا چې سږنۍ وچکالي بې ساري وه.

بامیان د افغانستان یو له زارعتي ولایتونو دی، چې ۸۰ سلنه اوسیدونکي یې په کرنه او مالدرۍ بوخت دي او ډيری اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پرمخ بیايي ترلاسه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب