1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېرو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

په افغانستان کې د بلې زورورې زلزلې تر پېښېدو وروسته د م.م. آژانسونه په هرات کې د تلفاتو او خساراتو پر ارزونې بوخت دي. ځينو هېوادونو د مرستو ژمنه هم کړې. کومو؟

هرات کې بيا هم زلزله شوې
هرات کې بيا هم زلزله شوېانځور: Muhammad Balabuluki/Middle East Images/AFP/Getty Images

اروپايي اتحاديې د ۳،۵ ميليونو يورو په مقدار د بېړنيو مرستو د لېږلو ژمنه وکړه. دغه خبره په یوه بيان کې راغلې ده چې له مخې يې له هغو بشري سازمانونو سره د مرستو کچه ۲،۵ ميليونه يورو زياته شوې چې د افغانستان په لويديځ کې په ځپل شوې سيمه کې د ژغورنې پر عملياتو بوخت دي.طالبانو د هرات په زلزله کې د قربانيانو شمیر بیرته ۱۰۰۰ تنه ښودلی

ويل شوي چې سربېره پر دې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو سره ټول ټال ۸۹ ميليونه يورو هم په نظر کې نيول شوې دي. په اوس وخت کې د سرپناه، طبي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې ډېرې دي ځکه چې دغه سيمه وچکالۍ هم ځپلې ده.

د ابو ظبۍ د زايد بن سلطان النهيان بشري او خيريه بنسټ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت سره په همکارۍ د خوراکي او طبي توکو تر څنګ نور امکانات هم برابر کړي دي.المان د افغانستان له زلزله ځپلو سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوي

پاکستان، ايران او چين د خوراکي موادو، کمپلو، طبي شيانو، خېمو او پيسو د لېږلو ژمنه کړې ده. د پاکستان لومړي وزير، انوارالحق کاکړ ويلي چې کابل په تېره د طبي کارکوونکو، ګرځنده روغتونونو، خېمو او کمپلو غوښتنه کړې چې دغه مواد د نورو مرستو ترڅنګ اوس په لاره دي.افغانستان دوو «زورورو» زلزلو ولړزاوه

د ايران د بهرنيو چارو وزير، امير عبداللهيان د بشري مرستو ژمنه کړې او د يوه بيان له مخې يې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی. د چين د سره صليب ټولنې د افغانستان له سرې مياشتې ادارې سره د ۲۰۰ زرو ډالرو مرستې اعلان کړی.

دغه خبر په دولتي خبري آژانس شينهوا کې خپور شوی. د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه بيان کې چمتوالی ښکاره کړی چې په اغېزمنو سيمو کې مرستو ته ورودانګي. 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل