1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

سرچېنه: د حسن نصرالله جنازه یو مخفي ځای کې خاوروته سپارل شوې

۱۴۰۳ مهر ۱۳, جمعه

د لبنان حزب الله ډلې ته نژدې ېوې سرچېنې ويلي چې د دغې ډلې د وژل شوي رهبر حسن نصرالله جنازه موقتاً په یو مخفي ځاي کې خاور ته سپارل شوې ده. خامنه ای، پر اسرائيل د ایران د حملې دفاع وکړه وايي «مشروع او قانوني» وه.

انځور - د هندوستان په لکنو کې د اکتوبر په لومړۍ د حسن نصرالله د وژنې په تړاو د خلکو اعتراض
د لبنان حزب الله ډلې ته نژدې ېوې سرچېنې ويلي چې د دغې ډلې د وژل شوي رهبر حسن نصرالله جنازه موقتاً په یو مخفي ځاي کې خاور ته سپارل شوې دهانځور: Ayush Yadav/DW

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، حزب الله ته نژدې سرچېنې ويلي دي چې د دې بېره موجوده وه چې مبادا اسرائيل د حسن نصرالله د جنازې پر سترو مراسمو حمله و کړي، په همدې دليل د هغه مړی په موقتي توګه په یو پټ ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

دغې سرچينې وویل: «تر څو چې د جنازي عمومي مراسمو ته شرایط برابريږي، حسن نصرالله په موقتي توګه خاورو ته سپارل شوی دی.»

سعید حسن نصرالله چې له درې لسیزو ډېر وخت د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې رهبر وو، تېره اوونۍ د اسرائيل په یوه بريد کې ووژل شو. 

سرچېنې زیاته کړې چې د اوس له پاره د عمومي جنازې مراسمو تر سره کول «د اسرائيل د ګواښونو له کبله او د دې بېرې چې کېدای شي هغوی د جنازې مراسم او ځای په نخښه کړيِ» ناممکن دي.

یو لبناني چارواکي وويل حزب الله د لوړپوړو لبناني چارواکو له لارې هڅه وکړه تر څو د امریکا متحده ایالاتو په مرسته د دې شرایط رامنځ ته کړي چې اسرائيل د حسن نصرالله د جنازې پر مراسمو حمله ونه کړي، خو بريالي نه شول.

د ایران مذهبي رهبر آیت الله علي خامنه ای، د جمعې په ورځ پر اسرائيل د ایران له توغندويزی حملې دفاع وکړه او هغه ېې «مشروع او قانوني» حمله وبلله.

خامنه ای، په دې تړاو د جمعې لمانځه پر وخت وويل: «زموږ د وسله والو ځواکونو د څو شپې دمخه عملیات په بشپړه توګه قانوني او مشروع ول.»

د ایران رهبر همدارنګه وويل چې مسلمان هېوادونه باید له افغانستان تر يمن او له ایران تر غزې او لبنان پورې د یو دفاعي کمربند په جوړولو لاس په کار شي.

د ایران مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه ای پر اسرائيل د ایران له حملې دفاع وکړه وايي «مشروع او قانوني» وهانځور: Iranian Leader Press Office/Anadolu/picture alliance

خامنه ای، په سیمه کې د اسرائيل پر ضد جنګیالي جګړې ته وهڅول. هغه په لبنان کې جنګیالیو او فلسطینيانو ته په خطاب کې وويل چې وينې تويدنه باید ستاسو ځواک کمزوری نه کړي.

رپوټونه وايي په تهران کې د جمعې لمانځه ته په زرونو لمونځ کوونکو ورغلي ول، تر څو د وروستيو حالاتو په تړاو د خامنه ای، دريځ يې اورېدلی وي. ایران د اسرائيل سرسخت دښمن دی او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ کوي.

لبنان وايي اسرائيلي ځواکونو نن جمعه هم حملې کړي چې په ترڅ کې ېې د لبنان او سورېې ترمنځ مهمه نړېواله لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده. اسرائيل په خپله په دې ارتباط څه نه دي ويلي، خو تر دې دمخه ېې ويلي ول چې حزب الله پر دغه لار پوځي اکمالات کوي.

په وروستيو ورځو کې  له لبنان څخه ۳۱۰ زره کسان چې اکثریت یې سوریايان دي، د ناامنیو له کبله سوريې ته تښتېدلي دي.

اسرائيل د پنجشنبې په ورځ د لبنان خلکو ته وويل چې د نبطیه ښار او له شلو ډېرو کلیو څخه دې خلک «په سملاسي توګه» تخلیه کړي.

اسرائيل د سپتمبر له ۲۳مه راهیسې په لبنان کې بمبارۍ پیل کړي. د لبنان د روغتيايي چارواکو په خبره په دغو حملو کې تر اوسه تر زرو ډېر کسان وژل شوي دي. 

په ځانګړې توګه پر اسرائيل د ایران تر حملې وروسته په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې ډېرې شوي دي. اسرائيل د ایران تر حملې وروسته ژمن شوی چې غچ به اخلي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د پنجشنبې په ورځ وويل چې هېواد ېې د ایران پر نفتي تاسیساتو د اسرائيل پر ممکنه حملو «د بحث په حال» کې دی.

(AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب