1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نیلسن منډیلا د زندان د کیلي لیلام مخه ولې نیول شوې؟

۱۴۰۰ دی ۱۸, شنبه

ټاکل شوې وه د هغه بندي خانې کیلي لیلام ته وړاندې شي چې د سویلي افریقا لومړنی تورپوستی ولسمشر نیلسن منډیلا په کې نږدې دوه لسیزې بندي و. خو د سویلي افریقا حکومت پر دې لیلامۍ سخت اعتراض کړی دی.

Großbritannien Schlüssel zu Nelson Mandelas Gefängniszelle
انځور: JOR/Capital Pictures/picture alliance

د لیلام کولو چارو پورې اړوندو مسئولینو اعلان کړی دی چې اوسمهال په امریکا کې د منډیلا د بندي خانې د کیلي لیلامولو بهیر ځنډول شوی دی.

نیلسن منډیلا چې د توکمپالنۍ پر ضد کمپاین پر مهال د خپل ژوند ۲۷ کلونه په زندان کې تیر کړي و، د هغو له جملې څخه ۱۸ کلونه یې یوازې د روبن آئې لینډ په زندان کې تیر کړي وو، چې ټاکل شوې وه کیلی یې د جنورۍ په ۲۸ نیټه لیلام ته وړاندې کړای شي.

اړونده لیلام خونې «ګرنسیز» په خپله انټرنټ پاڼه لیکلي دي تر څو چې د «سویلي افریقا د لرغونو منابعو آژانس» له سره دا موضوع نه وي ارزولې، تر هغې وخته پورې به د لیلام چارې وځنډول شي.

د ګرنسیز مسئولینو د فرانسې خبري آژانس (ای اف پي) ته ویلي دي چې دغه دولتي آژانس د دې له پاره د دغو یادګاري توکو نیلام د ځنډولو غوښتنه نه ده کړې، چې د دوی په خبره کوم شی غلا شوی دی، بلکې د دې له پاره چې «دغه توکي د اړینې اجازتنامې پرته له سویلي افریقا څخه بهرني هیواد ته لیږل شوي وو.»

د نیلسن منډیلا په دې یادګاري شیانو کې چې ټاکل شوې وه لیلام ته وړاندې شي د مادیبا په نوم د هغه مشهور کمیس، عینکې او قلمونه شامل دي.

سویلي افریقا د لیلام په هکله څه وویل؟

د سویلي افریقا د کلتور او هنر وزیر ناتهي میتهیتها د لیلام پروسې د ځنډول کیدو هرکلی کړی دی. نوموړي وزارت په خپله یوه بیانیه کې ویلي دي: «دغه کیلي که له یوې خوا د سویلي افریقا د دردونکي تاریخ یوه نښه ده، له بلې خوا دا پر بدۍ د انساني روح د بریا استازیتوب هم کوي.»

نیلسن منډیلا د توکمپالنۍ پر ضد کمپاین پر مهال د خپل ژوند ۲۷ کلونه په زندان کې تیر کړي وانځور: TREVOR SAMSON/AFP/Getty Images

په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده: «دا کیلي د سویلي افریقا د اوسیدونکو د آزادۍ د اوږد او سخت سفر ژوندی ثبوت دی او دا د سویلي افریقا د خلکو پورې تعلق لري. له همدې امله ښه خبره دا ده چې دا همدې هیواد ته بیرته وسپارل شي.»

کیلي د امریکا لیلام خونې ته څنګه رسیدلې؟

د توکمپالنې پر ضد مبارزې کمپاین کولو له امله نیلسن منډیلا په ۲۷ کاله بند محکوم شوی و، خو هغه په خپله مبارزه کې بریالی شو او بالاخره په ۱۹۹۴ م کال کې د سویلي افریقا د لومړني تور پوستي ولسمشر په توګه وټاکل شو او د دغه هیواد تر ټولو لوړ مقام ته ورسید. نیلسن منډیلا تر ۱۹۹۹م کاله پورې پر همدې مقام پاتې شو او په ۲۰۱۳م کال کې د ۹۵ کلنې په عمر ومړ.

د نیلسن منډیلا پخواني ساتونکي کرستو براند، د بند پر مهال په زندان کې له هغه سره خپله ملګرتیا لا زیاته نږدې کړې وه، له همدې امله له ۱۹۸۰م کال راهیسې د دې بنديخانې کیلي له همده سره وه.

د منډیلا تر ټولو مشرې لور مکازیوې منډیلا امواه، د ګرنسیز له لیلام خونې څخه د لیلامولو پروسې د جاري ساتلو غوښتنه کړې وه. په پام کې وه د دغو توکو له لیلامولو څخه په ترلاسه کیدونکو پيسو به د منډیلا قبر شاوخوا ته د یوه باغ او یوه یادګاري موزیم د جوړونې له پاره استفاده وشي.

د ګرنسیز یوه چارواکي وویل: «زه پوهیږي چې له دې سره به د منډیلا کورنۍ خواشینې کیږي، دا زمونږ له پاره هم خفه کوونکې خبره ده، خو د سویلي افریقا چارواکي هغه څه کوي، چې هغوې یې بهتره ګڼي. په داسې حال کې چې مونږ ورسره هم نظره نه یو.»

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب